دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
[د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعر پر مځكه]
زه دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم
ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم
ما د سترګو لپې اخير تاته اشنا ونيوې
زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم
ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو
زه له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم
ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې
زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم تا نه ليدم
ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و
ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم
ما دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه
زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم
ماته دي سوغات د خندا ځكه را پېرزو نه كړ
زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم
ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه ژوندون
زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم
ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه سوې
زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم
تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو
زه دي د مرغه په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم
ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!!
زه افغانستان وم نړېدلى وم تا نه ليدم
خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما
زه له \"وركې مېنې\" نه درغلى وم تا نه ليدم
13 سپتمبر 2006م كال / كوټه
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...