غزل

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( عبدالمالک و فا )

څه موده مخکی زه په حسن اوحسينو مئين

ددغی ښار په ډيروښکلو نازنينو مئين

ماته دکورکلی ګودر جينکی نه ښکاريدی

په مکتبی په بازاری په دفترېنو مئين

زه يې له نمود ځېنی خبرله وجدان څه خبرووم

زه په سرو شونډو پاکوپوندو او نوکونو مئين

زمونږپه کلی کی رواج وؤ تش دخولی ښه راغلاست

ددغی ښار د ستړومشو په لاسونو مئين

ناسته به تاسره د بل به کړی خبری درته

مونږ‎‎ه يې تش په قرانواو سوګندونو مئين

ماته يې هغه ورځ څه داسی په محفل کی ويل

ته می خوښيږی ستا په جيب کی په لوټونو مئين




فرهنګي خبر

٢٦ / ٥ / ١٣٨٩ د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول - لیکوال ( محمد حامد حيدرزى )


احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.

په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...

benawa