مینه

٧٨ / ١ / ٦٢١ - لیکوال ( شکرالله طاهري )

                        مینه

مینه کار دزړه دی مینه کیږي په جذبه باندې

عقل هیڅ کار نلري په کاراو بارد زړه باندې

مینه حکومت کوي د هر عاشق دزړه په سر

مینې نه غیرنکړي زړه دبل چا مشوره باندې

مینه دی جنون جنون کې ښه اوبد تمیزنه وي

سوزي  پتنګان ځکه  د شمعې په  لمبه باندې

عقل وي په سرپه ځوان اوزوړکې فرق نلري

پوهه  به زیاتیږي د سړي   په  تجربه باندې

 علم  په عمل دی  بې  عمله عا لم  نه کیږي

ډیر خلک  ایږدي به کتابونه په تاقچه باندې

مینه دوطن هم یو نشه دی یو بیل خوند لري

هرڅوک نه پوهیږي طاهري پدې نشهَ باندې




فرهنګي خبر

٢٦ / ٥ / ١٣٨٩ د ارينزي دوه نوي كتابونه چاپ شول - لیکوال ( محمد حامد حيدرزى )


احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.

په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...

benawa