دلته تاسي خپل شعرونه په خپله پرلیکه کولای سئ دنورو پرشعرو نو دکره کتني او تبصرې ترڅنګ ددې پاڼي دایمي غړيتوب هم ترلاسه کولای سئ
مونږ
بــیرته پـاتـی شــوو د ژونـد د قـافــلـی نــه
دنــیــا ویـســتــودخـــپـــلی سـلـــســلی نــه
ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـیا هم
ګــیــلـه مـن یـود تـقـدیــر د فیصلی نه نــه
********
د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـی ګـرځــو
مونږه لا د غار او غـر دور کی ګـرځــو
خـبر نــه یــو د دنــیــا لــه رازو نــیــازه
د خپل سوچ په زورور دور کی ګر ځـو
********
دنـیکــه د افسانی ســیوری ته ناست یــو
د مـمبر او میخانی سیوری ته ناست یــو
موږدنیا په اورتعبیرکــړله تری تیرشوو
پوه یو بیاهم دبهانی سیوری ته ناست یو
********
د مـلا پـه قــیل او قــال مــو ژوند تـړلی
ددلبــر په خت او خــال مــو ژوند تـړلی
دثـواب او د اوبــال په دام کی ګــیر یــو
بل ته لاس نیسو په سوال مو ژوند اړلی
شیرین اغا جهانګیر
2009-06-29
احسان الله ارينزى د افغانستان د اوسنيو ليكوالو او مولفينو په كتار كې خپل مناسب ځاى لري. دى تر اوسه ۱۹ چاپ شوي كتابونه لري او داسې ښكاري چې په دې وروستيو كلونو كې هر كال يو يا دوه نوي كتابونه لوستونكو ته وړاندې كوي.
په روان ۱۳۸۹ هـ ش يا 2010 م كال ...