Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-10-26  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دافضل شوق شعرونه


یا عظیمه خدایه !!
ته په ما کې
دومره ښخ شولې
چې اوس خو
که خدائی وایمه وَ تاته
ځان ستایمه
 ـــــــــــــــــــ
دا دي راز دی او نیاز؟
دا چې
ځان دي بې وجوده
لا محدوده خوښ دی خدایه !!
نو بیا
ځان هڅوَې ولې
زما دَ زړه بندي خانې ته ؟
ـــــــــــــــــــــــ
ستا نامه
ته
په رښتیا
که بېلېدل غواړې له ما
نو ګراني !!
کړه توکل
او په مرۍ راله
پښه داسي کښېږده
چې مې
له روُح سره ګنډلي
ستا نامه والوځي
آف لائن مېسیج                    
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ                                                                            
" ولاړې
تا هم ځان تکمیل کړو
په هغې .... چې
نیمه خوا یې
ستا دَ ذات وه ګېڼه کړي"
دغه زېری
برایه شپه راته خوب کې
یوې داسې
پُراسراره جنۍ وکړو
چې خپل سر یې په اوږو
لا نه درلودو،
خو
چې څنګه بیا سهار شو
نو څه ګورم ؟
چې اینداره
زما دَ وخت زپلي مخ په
نرۍ ګُونځو ګې ورګېره
یوه ښکلې
څېره داسې په هنر کاندي
چې زه یې
دَ برېښنا لیک په لیکلو
درمجبور کړم   ..
خو
در وَ مې لېږو ځکه نه
چې یاره !!
ستا له لوري
 آف لائن مېسیج کې
دَ خوب زېري
په مړو ټکو کې
هغسې ژبه وکړه  
*****

تړون
ــــــــــــــــــ
ته کولی شې
چې زموږ تر منځه لاري
لکه غرونه
دریابونه
دېوالونه
راوَکاږي په دې نیت
چې موږه بېل کړي
خو
که چرته
موږ دَ یو بل زړه کې اوسو
لکه مینه
یا پښتو په نوم سره وینه،
نو بیا وایه
غمازي دُښمنه نادانه !!
ته به لاري
وَ جذبو ته تړې څنګه ؟
چې غورزنګ دَ احساساتو یې
بېړۍ ته
دَ انسان په رنګه نه لري لاسونه
او نه
داسې ککریاني
چې پهاڼسۍ شي
*****

دَ شیطان زېری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له خوبه
څنګه چې راپاسي
نو
مېږیانو په څیر
له شمېره وتي
خپل لمسیانو په لیدو موسکی شي
او
زړه یې وَغواړي
چې رب ته سجده وکړي ... خو
کله چې سر ټیټول وَغواړي
په فخر څنګه
نو
تنا وزمه خنداګاني یې
پړدې دَ غوږو
وَ شلوي داسي ناببره
چې په مات زړه بیرته
وَ  اولادې ته دَ هابیل او دَ قابیل ورګوري
چا ..... چې  ترخپلو
دَ یوبل په ضد لمسیان دَ ابلیس
وي کښېنولي  په اوږو باندي
په ډېر ویاړ داسي
چې دَ سپین ږیري آدم
ژبه شي په خلې کې شله
ځکه خو
واړَوي آسمان په لور
نمناکي سترګي
او په سُلګیانو
دَ بڼو په رَپ  تسلیم کړي ماته
دَ لوی الله په ګواهي کې
دَ شیطان مخې ته  
*****

چرته کافر خو نه شوم ؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څه خبر وم
چې نیازبین به لاس تړلی
په مندر کې
جوړ له کاڼو
دَ بُتانو مړو څېرو کې
داسې ماته مونوي
خپل بهګوانان په عقیدت
لکه دا ما چې،
په جُمات کې
دَ ښکلا دَ بېلابېلو
خیالي بڼو
په لار باندي واټنونه
دَ پېړیانو دي سر کړي
تر هغه عظیم څېښتنه
چې له غېبه زما خدائی دی
*****

تاواني سودا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما چې
دَ چا په اوږو باندي څېره
وکرله ،
هغې
په ځای دَ موسېدو ناڅاپه
راته غاښونه دَ چیچلو وروسته
له ډېره خشمه دَ وحشت نُوکري
داسې زما په مخ راجګي کړلې
چې په هنداره کې لا هم
وَ ځانته
لکه پرېدی
ګوته په غاښ یمه اوس
*****

نیمګړتیا
ــــــــــــــــــــــــــ
چې له خوبه زه راویښ شوم
نو څه وینم
درست جهان جوړه جوړه ؤ
خو یو زه وم
چې دَ خپل سیوري وَ سر ته
لا هغسي
په دې هیله ومه ناست
چې وجود وکړي   
*****

په لمسه دَ بارودي شاعرانو
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
نورو آسمان ته زینې کښېښولې
خېږي ورته
خو یو پښتون دی
چې دَ ننګ او دَ غېرت په ټپو
زنګو وهلي
پڅي تُوري تېرَوي لګیا دي
خاوري څټي لګیا دي
ځان ګارَوي لګیا دي 
*****

انساني ارتقاء
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
دا انسان
چې دَ تهذیب په نامه کله
کډه شوی
له ځنګله دی وَ ښار ته
لا نور نور هم
وحشي شوی دی تر خپلو
*****

تاریخي فېصله
ــــــــــــــــــــــــــــــ
" دَ نن انسان ته
که انسان وئیل روا دي
نو بیا
له ځناورو دَ  داړلو
ګیله څه پاتېږي ؟ "
دا فېصله
چې یې وَ سر ته رسوله څنګه
نو په جرګه کې
راغونډ شوي هر لېوه
په ډاډا
په رَمو باندي
بریت کولو ته خپل پڅ غاښونه
بیرته تېره کړو
او دَ کلي په لور وَ تښتېدو   
*****

کبرجن اشنا
ـــــــــــــــــــــــــــــ
زه چې احساسات دَ چا
غواړم تخنول
هغه
کاڼی که څه هم نه دی
کم له کاڼي هم نه دی
ځکه چې خُوئي ظالم
ټولي دَ بهګوان لري   
*****

بُت پرسته مسلمان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چا چې پرون
دَ یوه خدائی په حق کې وعظ کولو
نن هغه خپله
دَ وړو وړو خدائیانو مخته
په سجدو کولو هم
که ستړی کېږي نه  ..... خو
دغه کافر
وَځانته واي مسلمان
په ډېر ویاړ 
*****
بل سړی
ــــــــــــــــــــــــ
زما له وجوده
دَ نظر ستني ایستلو په وخت
هغې جنۍ
دَ لږ سوچ وروسته
خله کږه غوندي کړه
او په نرۍ خوږې موسکا یې
له پسخونده چې مخ
څنګه په بله اړَولو
نو یې سترګو کې ما
دَ هوس
نورو څو سایو سره
په خوا کې ولاړ
ارومرو دَ ځان په بڼه
بل سړی وَلیدو    
*****

ماشومه خطا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فرښتو سره سیالۍ کې
انسانانو
دَ فطرت په زد
هغه لار کړه نن خپله
چې په لوري دَ جنت ځي
خو څه مخته
دَ شیطان دَ کور په خوا ده
جاروَتلي

هادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005