Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-08-01  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د عزت الله شمسزي شعرونه

اغزو ته موسكا
لاس مې پورته كړى يوه نوې دعا غواړمه
نن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه

ژونده ما له تانه كله لويه تمه كړې ده
زه خو دې دنيا كې بس يوه خوله خندا غواړمه

ډېرو فقيرانو، زيارتونو باندې گرځمه
خداى نه چې څه غواړمه اول په كې تا غواړمه

شړق وهه بارانه چې غوټۍ له تندې مړې نه شي
زه مې په ځان نه يم دې اغزو ته موسكا غواړمه

موږ خو دې تورتمه له دې ژونده پښيمانه كړو
لار وركړه سپېدو ته سبانو ته سبا غواړمه

ته راغلې يو نور راغى تيارې مې له زړه ووتې
دغه يوه شپه درنه تر ډېره رڼا غواړمه.

زړونه، ارمانونه
دلته زموږ په ارمانونو باندې څه ونه شول
ته څه خبر يې زموږ زړونو باندې څه ونه شول

په دې وطن كې په ستم پسې ستم روان دى
ددغو خلكو په سرونو باندې څه ونه شول

دلته څه خلك دي جنت د ژوند په بيه پلوري
په دې دنيا كې جنتونو باندې څه ونه شول

 ستوري به څنگه تر سحره پورې ورسېږي
بېگا د ستورو امېلونو باندې څه ونه شول

زموږه لويې لويې دښتې خود له تندې نه مري
زموږ څپو څپو سيندونو باندې څه ونه شول

وحشت يې لا په پرهرونو باندې لوبې كوي
ددې ولس په غيرتونو باندې څه ونه شول

بادونه
بې كوره شنو بادونو چېرته بلې خواته لاړشئ
زموږ له زخمي غرونو چېرته بلې خواته لاړ شئ

بس ستړي يو ډېر ستړي، نوره مينه غواړو مينه
پرديو ارمانونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ

اورونو موږ په لپه كې اوبه وركړې چې شنه شي
زموږه له باغونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ

مات شوي گلدانونه اوس گلان كرو نغري كې
سپرليو او گلونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ

لاسونه د سپېدو مو گرېوانو ته در لنډېږي
بدبختو تورتمونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ.

لنډی قيامت
کلي کې کوکنار سپړي گلونه ته به چېرته يې
ناڅي له مستۍ نه چنارونه ته به چېرته يې

اور شوه هغه تنده چې په زړه کې مې ساتلې وه
غېږکې مې رانغاړي ارمانونه ته به چېرته يې

ناست يمه وړو وړو هندارو ته د اوښکو مې
ورک وي رانه ټوله شپه خوبونه ته به چېرته يې

 راشه چې له زړه هره پرده پورته کومه زه
وايم لاروي باد ته حالونه ته به چېرته يې

اوس هم هره ورځ کلي کې  جوړ وي يو لنډی قيامت
شاوخوا د سترگو وي جنگونه ته به چېرته يې.

ژېړ مازيگرى دى  دديدن دعا مې وکړله
لپه مې شمسزيه کړل لاسونه ته به چېرته يې

نجیب الله   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005