Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-02  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دشمس الله خوستي شعرونه

دســتالـه نـيـمې كـرشـمـې سـره مـې زړۀ ښــوئيږي
زړه بـه يې څنګه نه ښوئيږي څوك چې وښـوئيږي

يــمــه نـيمګــړى څــه پــوره غــزلــې غــواړې رانــه
ژبــه ښــوئــيــږي نــوقــلــم بــه رانــه ، نـه ښــوئيږي؟

لـوېـدلـي مـه ګــرمـوئ داځــان تــه چـاخــوښــه وي
چې له پښووښوئيږي پرېوځي بياپه خولۀ ښوئـيږي

په سرمې مه نيسئ ماپرېږدى لږدې خپل ماتم ته
چـې دمـړواوښكوپـه چېكړكې مې ليمۀ ښوئيږي

شـمـسه!څـه لاربـه ورتـه ښـايې كه ځان هم ويلوې
چـې پــدې لــويــوســمـولاروكـې ړانـدۀ ښـوئـيـږي

OOOOOOOOOOOOOOO

======

پـه ژوندژونـدي يـوخوپه ژوندباندې پوهـ شوي نه يو
دامواحساس دى چې په خوندباندې پوهـ شوي نه يو

لــكـه مــاران هــرڅــه لــه سـتـونــي نــه ژونــدي تـېـروو
نــورنــوپــه هــظـم اوپه شخوندباندې پوهـ شوي نه يو

تــش د بــنــګــړيــو شـــورتــه  ونــاڅــو لــه  ځــانــه  سره
دمحبـت په سپـيـن مـړونـدبـانـدې پـوهـ  شـوي نـه يــو

خـپـلــوځــانــونــوتــه كــه وګــوروپـخـپـل ګــرېوان كـې
د اورلــرګـي يــوپــه اوربــنـدبــانـدې پـوهـ  شوي نه يـو

لــكـه دځــمـكــي چــيـنـجــي هــرڅـه خـوروله خټوسـره
پــه خــونــددزهــرواودقــنـدبــانــدې پــوهـ شوي نه يـو

شـمـسـه ! لـه تـاڅـخـه مـوسـتـرګې برېښي ندې ګـورو
لاپـرځـلانـداوپــرځـلـنــدبــانــدې پــوهـ  شـــوي نــه يــو

===================

خاونده بېرته موراشـنه كـړې دنــغــمــولاسـونــه
چــې د،ادم ربــاب تــه واچــوي درخــولاسـونــه

دتــېــرســلــونــاكــړدوپــرســرچــې بـيـاغـولـيـږو
نـوسـره مـروړوبـه دمـچ غـونـدې تـرڅـولاسـونه

چې په نڅاكې يې كاږۀ كړي لكۀ څانګې دګل
كــلــه بــه وويــنـودپــېـغــلــوپـلـوشــولاســونـــه

خـلـكـه مـنګـورهـم پـه پـرديـولاسـونه مړكوي
تـــرڅــوبــه وي زمــازړګــى اودپــردولاســونــه

ښـايـي جـانـانـه په تاباندې يې جـادوكـړي وي
چې نن غمازايښي دي بياستاپـراوږولاسـونه

(هيله دخداى ښه ده) دډېرې مجبورۍ له لاسـه
بــل تــه اوږدۀ مــشــه دهــېــچــا دارزولاســونــه

دبـابامـېنه كې داتـپې تورې شپې مـه پــرېـږده
شـمسه!كـړه غـوڅ دنورپه توره دتيارولاســونه

خالدهادي حیدري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005