Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-10-18  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

بوريوال كاكړ

ښاغلى بوريوال کاکړ چي اصلي نوم يې نهال خان دى په خټه سنزرخېل، کاکړ دى او ده سهېلي پښتونخوا ده لرغوني ښار بوري (لورالاي )په شرق کي پر ١٦ميله ده ډېره غازي خان چي ده پنجاب ايالت سهېلي پښتونخوا ته راڅېرمه ښار دى ده لوي لاري په ښي اړخ کي ده غرونو په غوځي کي راګير کلي ( برنيمي ) کي ده ١٩٨٧م کال ده اګست د مياشتي پر ٩مه نېټه ده اروا ښاد ملک ميرزا خان عليزي په کور کي دې نړۍ ته سترګي راپرانستې. نوموړى ده پلار څلورم زوى دى چي تر محمد نواز ، نورالله جان او عبدالله خان درې واړو کشر دى .
  ښاغلي بوريوال کاکړ اولي زدکړي د خپل کلي له مکتبه تر سره کړي او نهم او لسم صنف يې ده بوري ده ښار له تعمير نو پبلک هاى ښونځي ځخه لوستلي او دا مهال (٢٠٠٦ ) ده ګورنمنټ ډګري پوهنځي ده دريم کال لوستونکى دى.
بورئ ده ادب په اړخ کي د ټولي کوزي پښتونخوا زړه بلل کيږي دلته له کال (١٩٦٨) څخه يو ادبي بهير (پښتو ادبي ملګري )په فعاليت شروع کړې چي هم تر دې دمه فعال دى. نوموړې ټولني ده دوو نړۍوالو غونډو په شمول په سونو څېړنغونډي، تنقيدي ناستي او مشاعرې کړې دي ٠او داسي د قلم خاوندان يې روزلي دي چي ده ربنواز مائل ، سيد خېر محمد عارف ، سعيدګوهر ،کريم بريالئ او ده محمود اياز تر څنګ په درځنو ده شعري ټولګو او نورو څېړنيزو کتابونو څښتنان پکښې دي ٠
ده بوري په دې زرخېزه خاوره کي زږېدلئ بوريوال کاکړ هم ده خپلو ادبي مشرانو پر لار روان او له پښتو ادب ، پښتونولئ او پښتونخوا وطن سره بې کچه مينه او تړون لري .ده نوموړي د يوه نزدې ملګري يار محمد يار په وينا ښاغلي بوريوال کاکړ هغه وخت په شعر وئيلو شروع کړې وه چي کله موږ د لسمي ټولګئ لوستونکي وو ٠کله چي به يې غزل او ليانظم ليکلئ وو نو تر ټولو له مخه به يې ماته تېراوو ولي چي زه د نوموړي يوازينئ هغه ملګرئ يم چي دئ په دې برخه کي تشويق کوم او ده ليا زيار کښلو ورته وايم ښاغلى بوريوال کاکړ په خپله شاعري کي د پښتانه قام بې وزلي او در په دري ژاړي او تر خپله وسه يې ده يوالي اوقام پرستۍ پر لور رابولي او نوموړي ده لوئ اوتاريخي افغانستان په هر غم او دړد ځان ګډ احساسوي اوده هيواد هر ځائ ورته خپل او ګران دئ ٠ ده دې له پاره به ده نوموړي يوازي دا يو شعر کافي وګڼو چي وائ .
                             دواړه مي خپل دي پرې خوږيږي مي يو رنګه زړګئ
                             نسته     توفير     راته     بوري   او په  کابل کي يو څه
ده خپل ګران دوست بوريوال کاکړ په شمول ټول پښتانه ټبر ته اوږد او له خوشحالئيو ډک ژوند غواړم او ده ټولو پښتنو ليکوالو دي ژبه په حق او روښتيا وئيلو ګويانه او قلم دې په داسي څه کښلو بريالئ وي چي ده لراوبر پښتانه قام د يوالي ثوب وګرزي٠

په مينه او احترام 
    يارمحمديار  

                         16/8/006                     
                                                                             
غزل
دئ خوخپلواک دئ ځکه ولاړو د ده څه مانده دي
کاږو    به     موږ پړې    له     غاړو د ده څه مانده دي
هلقونه    وچ     سر  مو   په   لمر تلي په مزکه سوځي
که   ژاړو   ما   او  تا   به   ژاړو  د   ده څه مانده دي
دئ    جنتي    دئ    هم   په  دې جهان هر څه ورحاصل
 موږ      هسي شپې د ژوند رانغاړو د ده څه مانده دي
چي   پرې ځانونه  ژوندي    وساتو   بس   دومره يو څه
 دځان په کور کي په خواست غواړو د ده څه مانده دي
 که   حقيقت    سي    نه    جانان  دئ  نه يې خوئ د جانان
 موږ    لېوني   ورباندي    وياړو  د   ده    څه   مانده دي
راځه    په     خپله   ده    وطن   لېوال   غوږونو   ته   موږ
زېرئ    د   روڼ     سباوون    راړو   د   ده     څه    مانده دي
زموږ     خوشحالي   يوه خوشحالي ده    بوريواله     او هم
يو   د    بل  غم   ژاړو    په    دواړو    د   ده  څه  مانده  دي

-------------------

يوه لپه کرم  
 
ستا وه درته مي نيولي دواړه لاسه
ته قبوله مي دعا کړې لويه خدايه
 چي توفير د ښه او بد ورباندي وکړم
کړې مي پوه او عقل را کړې لويه خدايه
 چي ده شپې له توري غېږي ځخه ووزم
ده وس سترګي مي بينا کړې لويه خدايه
 عمري مي کړې قلم او هم مي ژبه
ته ګويانه په روښتيا کړې لويه خدايه
دا ده جهل اوږده شپه زموږ پر کلي
 نوره تېره کړې سبا کړې لويه خدايه
 نور څه نه يو ده کتاب او  او قلم مينه
 زموږ په زړونو کښي سېوا کړې لويه خدايه
 دغه تور ده کاڼو زړونه زموږ د ټولو
 هم نري او هم صفا کړې لويه خدايه
 انتشار مو ده مرګي په سفر بوزې
هر خوابدئ راپخلا کړې لويه خدايه
 سپين کفن کښي په رفتن زموږ له منځه
 ده نفاق توره بلا کړې لويه خدايه
 موږ راغونډ پر يو محور کړې لکه ستوري
هر بدخوامونيمه خواکړې لويه خدايه
 ده چا موخه چي زموږ له منځه وړل دي
ته يې غرق ته يې پنا  کړې لويه خدايه
لکه زموږ کډل هم داسي پرې راګړوبه
 دا ده ځان شاهي کلا کړې لويه خدايه
 ته ناصر سې ده نړۍ د مظلومانو
 ده ظالم خونه تالا کړې لويه خدايه
 هره خوله له خندا ډکه هر يو زړه ته
 ور قرار ورکه ژړا کړې لويه خدايه
 موږ هم ډېر کلونه تېر کړل په ماتم کښي
نور موخوږ ژوندون پخواکړې لويه خدايه
 هره ورځ مو کړې اختر شپه شبېقدر
 هر ويرجن مو په نڅا  کړې لويه خدايه
 هر موسم مو پسرلئ کړې هره دښته
 بياخاټول او بيالالا کړې لويه خدايه
 ده رحمت په لپو ولمانځې دا خاوره
 ده ډوکال کډه په شا کړې لويه خدايه
هر وګړئ لرې ښاد ده هري سيمي
ده ثوباتوغوټۍ واکړې لويه خدايه
ستاوه درته مي نيولي دواړه لاسه
 ته قبوله مي دعاکړې لويه خدايه
 پښتانه پکښي اوسيږي هر يو کلئ
جوړ جنت د پښتونخوا کړې لويه خدايه
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005