Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-10-18  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

دبوريوال كاكړ شعرونه

غزل
دئ خوخپلواک دئ ځکه ولاړو د ده څه مانده دي
کاږو    به     موږ پړې    له     غاړو د ده څه مانده دي
هلقونه    وچ     سر  مو   په   لمر تلي په مزکه سوځي
که   ژاړو   ما   او  تا   به   ژاړو  د   ده څه مانده دي
دئ    جنتي    دئ    هم   په  دې جهان هر څه ورحاصل
 موږ      هسي شپې د ژوند رانغاړو د ده څه مانده دي
چي   پرې ځانونه  ژوندي    وساتو   بس   دومره يو څه
 دځان په کور کي په خواست غواړو د ده څه مانده دي
 که   حقيقت    سي    نه    جانان  دئ  نه يې خوئ د جانان
 موږ    لېوني   ورباندي    وياړو  د   ده    څه   مانده دي
راځه    په     خپله   ده    وطن   لېوال   غوږونو   ته   موږ
زېرئ    د   روڼ     سباوون    راړو   د   ده     څه    مانده دي
زموږ     خوشحالي   يوه خوشحالي ده    بوريواله     او هم
يو   د    بل  غم   ژاړو    په    دواړو    د   ده  څه  مانده  دي

----------------------------

غزل
په     تياره    نه  موږ  په   رڼا ورځ   پر دې لاره  ورځو
 پر سرو سکروټو باندي   تګ   کوو    تر ياره   ورځو
 تر ژوند ناموس راباندي ګران دئ سر کښي خوښوو
 ننګ   مو  شېوه  ده   په  خندا خندا    تر داره   ورځو
 پر   دې     وطن    قابضي    شپې   له  سبا  لوړه   کړې
 موږ    پر   رڼا    مئين    د   شمعو    تر      بازاره    ورځو
راځه    لاس    راکه     ماته     کور د جانان   ښه رامعلوم
قسمته       څه     وړې     منتونه     بې    روئباره    ورځو
 اوس ماتوو    د   ديدن    تنده    ستا   د   ناستي په ځائ
هر       ما     زيګر     د بر    ګودر    تر      وچ      چناره    ورځو
 چي      استوخئ   د خواږه خوب سي دا ځګېروئ د جانان
لکه     دارو    چي      دړد قرار   کړو    تر     پرهاره     ورځو
 ده      بېلتون      کرښه     زموږ    د ميني    مخ ته هڅ هم نه ده
 د      يار       ديدن       ته         بوريواله        په       قراره      ورځو
      

--------------------------

   غزل
هره    ګړۍ    مي     يادېدۍ     ښه    سو چي راغئ جانان
تر سترګو سترګومي کېدۍ     ښه سو چي راغئ جانان
 وه    به    يې    تل    په    هر    حالت   کي   وسوسه راسره
لکه   خپل   ځان    نه هېرېدۍ  ښه سو چي راغئ  جانان
له   مدو   روسته   به   يو  بل    ته   په    ځير   ځير   وګورو
له غرو راپورته سوه سپوږمۍ ښه سو چي راغئ جانان
نور    يې      بېلتون      يوه       لحظه    هم     د    ګاللو نه وو
 زه      مړه     کېدم     له     يکړۍ    ښه سو چي راغئ جانان
 نن      مي   تر    نور    کله   سېوا   وه     اندېښنه    د    ديدن
هم     مي     باڼو    ډېر     رپېدۍ     ښه سو چي راغئ جانان
روښتيا     دي      نه      سي     همېشه   دا  رنګه   بد خوبونه
ماښام    مي  مړ  په  خوب  ليدۍ ښه  سو چي راغئ جانان
بې       ياره      خونه      د    محبس    ده     بوريواله        نړۍ
 وابخلو     خوند      له     زندګۍ     ښه سو چي راغئ جانان
هره     ګړۍ     مي    يادېدۍ   ښه   سو  چي    راغئ جانان
تر سترګو سترګومي کېدۍ ښه   سو   چي راغئ   جانان

------------------------------

يوه لپه کرم  
 
ستا وه درته مي نيولي دواړه لاسه
ته قبوله مي دعا کړې لويه خدايه
 چي توفير د ښه او بد ورباندي وکړم
کړې مي پوه او عقل را کړې لويه خدايه
 چي ده شپې له توري غېږي ځخه ووزم
ده وس سترګي مي بينا کړې لويه خدايه
 عمري مي کړې قلم او هم مي ژبه
ته ګويانه په روښتيا کړې لويه خدايه
دا ده جهل اوږده شپه زموږ پر کلي
 نوره تېره کړې سبا کړې لويه خدايه
 نور څه نه يو ده کتاب او  او قلم مينه
 زموږ په زړونو کښي سېوا کړې لويه خدايه
 دغه تور ده کاڼو زړونه زموږ د ټولو
 هم نري او هم صفا کړې لويه خدايه
 انتشار مو ده مرګي په سفر بوزې
هر خوابدئ راپخلا کړې لويه خدايه
 سپين کفن کښي په رفتن زموږ له منځه
 ده نفاق توره بلا کړې لويه خدايه
 موږ راغونډ پر يو محور کړې لکه ستوري
هر بدخوامونيمه خواکړې لويه خدايه
 ده چا موخه چي زموږ له منځه وړل دي
ته يې غرق ته يې پنا  کړې لويه خدايه
لکه زموږ کډل هم داسي پرې راګړوبه
 دا ده ځان شاهي کلا کړې لويه خدايه
 ته ناصر سې ده نړۍ د مظلومانو
 ده ظالم خونه تالا کړې لويه خدايه
 هره خوله له خندا ډکه هر يو زړه ته
 ور قرار ورکه ژړا کړې لويه خدايه
 موږ هم ډېر کلونه تېر کړل په ماتم کښي
نور موخوږ ژوندون پخواکړې لويه خدايه
 هره ورځ مو کړې اختر شپه شبېقدر
 هر ويرجن مو په نڅا  کړې لويه خدايه
 هر موسم مو پسرلئ کړې هره دښته
 بياخاټول او بيالالا کړې لويه خدايه
 ده رحمت په لپو ولمانځې دا خاوره
 ده ډوکال کډه په شا کړې لويه خدايه
هر وګړئ لرې ښاد ده هري سيمي
ده ثوباتوغوټۍ واکړې لويه خدايه
ستاوه درته مي نيولي دواړه لاسه
 ته قبوله مي دعاکړې لويه خدايه
 پښتانه پکښي اوسيږي هر يو کلئ
جوړ جنت د پښتونخوا کړې لويه خدايه
 
                                                                                            ١٩ م اګست ٢٠٠٦
                                                     


 

 

بوريوال كاكړ   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005