Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-31  م  خپرندوی : حکمت سروش چا پي بڼه

د هنرمل كاكړ شعرونه

غزل

 

خپل خواهش خوړلي، تمنا ته لوګي شوي يو

هيڅ يو موږ، ايره يو موږ ښكلا ته لوګي شوي يو

ګورو به چي بل ځاى دي بيا څنګه هركلى كيږي

موږ خو دي يوې شوخي ادا ته لوګي شوي يو

خپله پښتو هم شته هم سندره ده هم سانده ده

څله پردي ږغ پردۍ نوا ته لوګي شوي يو

تېر مو كړلو هېر مو كړلو راز_راز د ښايست سپرلي

ستا د خوا يوې سپېرې هوا ته لوګي شوي يو

ته راته پلو وهه چي اور واخلو لمبې واخلو

تا ته لوګي شوي يو و تا ته لوګي شوي يو

هېر په رپ د سترګو كي له وخته او له بخته شوو

وه هنرمل ياره څه بلا ته لوګي شوي يو

 

---------------

غزل

 

روى د خداى منې ځوانۍ چي لاړه نشې

اې د تور وېښته نجلۍ چي لاړه نشې

ارادې مي د توبې په زړه كي ګرځي

لږ قراره ! زندګۍ! چي لاړه نشې

سرحدات كه قوانين دي پېژنم يې

د ضمير ښې پاچهۍ چي لاړه نشې

خاص و كفر ته وردانګو كه هستي شوه

تا نيولي يو نيستۍ! چي لاړه نشې

د اظهار په كليمو مي راشريكي

سوال دى سوال دي شاعرۍ! چي لاړه نشې

چي په زړه كي د هر چا تصوير_تصوير شم

هنرمل وايي راستۍ! چي لاړه نشې

 

---------------

غزل

 

غم دي دى او زه يمه

ښه يمه ډېر ښه يمه

ياد مي يې په زړه مي يې

ستا په رنګه نه يمه

راشه درنه ځار شم ټول

كور د پښتانه يمه

لږ راسره خيال كوه

زه هم د چا زړه يمه

وامي خله پر كومه ځې؟

تورى د يا نه يمه

وايي هنرمل اوس هم

خاوري يې د پله يمه

 

----------------

غزل

 

لوړ مي كړې اوچت مي كړې اسمان مي كړې

ګرانه! دومره ګران  نه وې خو ګران مي كړې

مه ځه رانه مه ځه! نيمى كېږمه

ژوند به تېروې راسره ځان مي كړ ې

څومره لوى كافر وې څومره لوى كافر

در مي كړله مينه مسلمان مي كړې

خير دى بس خير دى ستم كوه

هسي هم تېروتى يم جانان مي كړې

راكړه اوس نامه د هنرمل اشنا

خپل ښايست ته څرنګه حيران مي كړې

 

--------------

غزل

 

څه خوږ يون و ستړى نه شوم

ستا لټون و ستړى نه شوم

لاري ډېر ځان راته اوږد كړ

زړه پښتون و ستړى نه شوم

د عشق ښار خو داسي نه و

پوهنتون و ستړى نه شوم

چي پر سد وم هاى و هوى و

چي جنون و ستړى نه شوم

يا مي وايي ستا حسينه!

عجب خون و ستړى نه شوم

 

---------------

غزل

 

زمانې په زړو داغلي تا هم ښه يو

هسي نه وايو حالانو پښتانه يو

نه دي ګرځو لكه ويني په زړګي كي

نه دي سترګو ته رقيب لكه باڼه يو

په پردو كي دي بربنډي خو يې نغاړو

دا ګومان راباندي مه كړه چي ړانده يو

زموږ لپاره دا هم لويه ارتقا ده

په خوبو كي ناست د هسك پر دېواله يو

غوزار شوي مات جامونه مو څټلي

دبخيل ساقي د كلي مېلمانه يو

په دارونو كي شوو ځوړند هنرمله!

بيا به دغه دروغ نه وايو چي مړه يو

 

--------------

غزل

 

ښه درسره ښايي ګرانه ښه به درنه وغواړم

لار به درته ونيسم كاته به درنه وغواړم

بس د كيفياتو مطابق مي فيصله كوه

څه به درته ووايم او څه به درنه وغواړم

داسي وخت به راشي د ښكلا نامه به وبايلې

داسي وخت به راشي وړى زړه به درنه وغواړم

پاتي دي سكون په خنداګانو كي نور نه وينم

واخله خندا واخله ژړېده به درنه وغواړم

تم شه پښتنې پېغلي پړونى د حيا دروړم

زه هغه زلمى نه يم چي خوله به درنه وغواړم

ما خوار هنرمل خو بيخي وخوړله دا هيله

وه خوږه جانانه چي خواږه به درنه وغواړم

 

----------------

غزل

 

نه مني ارمانه! ستا زارۍ جانان

وګوره! پخپله خوري خولګۍ جانان

كله مي شهيد په تورو سترګو كړي

كله مي په زلفو كړي زيندۍ جانان

توري تاريكې مي د ژوند نه ويني

څه خيال به مي وساتي سپوږمۍ جانان

هسي مي ګرېوانه ورته څيري كړې

نه مي شو د غاړي غاړه ګۍ جانان

وخته ګړنديه قدم ونيسه

مه باسه د ښكليو له سيالۍ جانان

زه هنرمل دومره ارزاني غواړم

يو ديدن دي راكړي په ځوانۍ جانان

 

--------------

غزل

 

كله دي غواړمه په سوال كله دي غلا كومه

تا خپلومه هم روا هم نا روا كومه

هغه ټكور سړى دي راشي زموږ كلي ته هم

په پرهرو باندي زه هم ورته خندا كومه

لوګى _لوګى دي كړم تيارې دي يو په دوه كړې راته

ما وې لمبه مي كړه جانانه چي رڼا كومه

وخت لا د رحم په كاسه كي اوبه نه دي څښلي

ذكر به څه ورته د ژوند د كربلا كومه

سر مي قلم كړو د زړګي سكه مي وبايلله

ستا د ښايست په ښار كي څه ښكلې سودا كومه

بيا په وطن كي د زخمونو سپرلي ټك وواهه

اې هنرمله! اوس به كار د مسيحا كومه

 

 

 

 

حكمت سروش   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005