Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-13  م  خپرندوی : حکمت سروش چا پي بڼه

د عزت الله اميد شعرونه

 

غزل

د اوښكو سره توى شول څو غمونه مي پر زړه وه

دا ستا د خوږې ميني ارمانونه مي پر زړه وه

بېګا مي ټوله شپه له دغه ماره خوب ونه كړ

باڼه او توري زلفي ولونه_ولونه مي پر زړه وه

خواخوږي مي د ژوند په هيڅ حالت كي په كار نه شوه

له درده سره يو ځاى پرهارونه مي پر زړه وه

اغزي ستا د كوڅو مي تل په خپلو پښو كي يووړل

ګلونه وه ګلونه بس ګلونه مي پر زړه وه

د بيا ليدو په تمه دي ما تيري ورځي شپې كړې

بس ته مي وې په ياد كي ستا يادونه مي پر زړه وه

 

 

---------------

غزل

(اميده)! چا دي د سره ګل په شان عزت و نه كړ

لكه اغزي درته ټول خلك اوس په كركه ګوري

زه چي د يار په تورو زلفو كله لاس وهمه

رقيب ښامار غوندي تاويږي بد_بد ځكه ګوري

زما په زړه كي هم دنيا_دنيا ارمان پاته شو

د يار به زړه راباندي وسوځي زما زړه كه ګوري

دلته لا خلك په سرو وينو باندي خاوره مينځي

چي ځنځيرونه د دښمن پر خپله مځكه ګوري

دومره وخت نشته چي اوربل ته يې ګلان وټومبي

(اميد) په خيال كي اوس د ژوند ناوې چابكه ګوري

 

--------------

 

غزل

زه چي كله خولې ته جام په نيت د ګنا پورته كړم

ته مي زړه ته راشې ياره ژوند مي شي ثواب_ثواب

ته خو د فطرت له شوره ډكه يو سندره يې

شونډي دي نرګيس غوندي او حُسن دي ګلاب_ګلاب

زما د دې بې رنګه ژوندون ته يې د يادګار فصل

تل درپسې اړومه پاڼي د كتاب_كتاب

ستا سرو اننګو ته مي والله چي څونه زړه كيږي

ته خو ټوله مينه يې په خوند لكه شراب_شراب

پام كوه (اميد) ته نور په شوخ نظر و نه ګورې

هسي هم زخمي دى نور به هم شي عذاب_عذاب

 

---------------

 

ښكلا

ښكلا خو هم د ميني ترجمانه ده جانانه

چي نه وي ښكلا مينه ډېره ګرانه ده جانانه

زموږ د كلي خلك ګوري ښكلو ته په كركه

او هسي دلته هم مينه ارزانه ده جانانه

پرون يې د وصال ټينګه وعده راسره وكړه

خو نن بيا د ناځوانه لور پښېمانه ده جانانه

مغروره بې پروا او له غروره زېږېدلې

دا شوخه جادوګره څه ناځوانه ده جانانه

 

---------------

 

غزل

زړه ته مي راغله يوه ښكلې د الهام ښاپېرۍ

ځكه يې دا ښكلي غزل ته كړ راپام ښاپېرۍ

ومي كتله هرې خوا ته مګر پوه نه شومه

چي وه په خونه كي ولاړه كه پر بام ښاپېرۍ

داسي ښايست لكه سپوږمۍ د شنه اسمان پر څنډه

او په يوه ديدن يې زه كړمه غلام ښاپېرۍ

پرون مي ټوله ورځ په غم او په ژړا تېره كړه

چي راته راوړ ستا د مرګ غمګين پيغام ښاپېرۍ

ځكه خو زه يې د ويلو اراده نه لرم

ستا څو خبري به زه وساتم ابهام ښاپېرۍ

 

---------------

 

زړه

د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه

ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه

لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني

بيا به نو زه  پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه

تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي

زه يې له سپينو ليڅو خوند  بنګړو نه شور واخلمه

خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ

چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه

كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به

په نوې ښار كي پرې څلور منزله كور واخلمه

 

---------------

 

ځنځير

تړي دي ښكلي د خپل حُسن په ځنځير اميده

لكه دكلي خان چي وتړي فقير اميده

مينه خو نه كوي يوازي ناځواني يې زده ده

ته هم زړه صبر كړه او ګوره يې تصوير اميده

د ښكلو سترګي خو زندان دى او څوك بيايي په ناز

ته ځان ترې ساته كه نه ژر به شې اسير اميده

چي ټوله شپه وې الاهو د ديدنونو په خوب

ګوندي رښتيا دي شي د دغه خوب تعبير اميده

 

--------------

 

غزل

زړه مي لېونى دى بس خوښيږي يې دا ستا سترګي

ته هم له ما مه اړوه ګراني بې وفا سترګي

ته خو پښتنه يې پر بل چا مي پېرزو كېږې نه

بس يوازي جنګوه له ما سره شهلا سترګي

ښكلي مي نصيب كړه بس نور څه درڅخه نه غواړم

تل مي دي نيولي ربه! تا ته په دعا سترګي

ما ته شي دنيا_دنيا خو ته ګوره چي څنګه يې؟

شي چي برابري زما پر تا او ستا پر ما سترګي

 

--------------

 

ياري

خود به اوس د سيال او د دښمن سره په جنګ كي يو

موږه لرو، ورونه خو وروري راسره نه پالي

ښكلي بې حسابه دي خو زه ګوره يوازي يم

دا خو ناځواني ده چي ياري راسره نه پالي

كله به يې زه په اشاروباندي بلدي كړم

نجوني بې عقلاني شاعري راسره نه پالي

 

                                                                                

 

حكمت سروش   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005