Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-07-09  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

د صديق الله مين شعرونه

رڼا
د خداى (ج) په ښكلو قدرتونو كي ښكلا لولمه
چي نيمه شپه سپوږمۍ ته ځير شمه رڼا لولمه
نه د خالونو، نه د زلفو، نه د شونډو كيسې
په هر كتاب كي زه آهونه او ژړا لولمه
چي مستقبل مي دى ليكلى د تور دېو پر ټټر
د ښه ژوندون به پكي څنګه تمنا لولمه؟
د يار و سترګو ته چي كله زه نظر وكړمه
هه مهال بس د دا ټول جهان حيا لولمه
هغه چي راشي بيا چي ځي نو راته نښه پرېږدي
نوم يې وي غم بيا يې له ځان سره تنها لولمه
ښايي نن جام ساقي دم كړى په يو پير دى چېرته
چي كړم (( مينه)) هر يو غوړپ الله، الله لولمه
۱۷/ ۷/ ۲۰۰۱ كوټه

--------------------

كمبلۍ
ماښام سپوږمۍ ستورو كي، سهار په ګل كي ښكاري
خوږ ترنم شي د ژوند، ږغ د بلبل كي ښكاري
په اند مي لوبي كوي، زما په زړه كي اوسي
چي مي پر ژبه راشي، بيا مي ويل كي ښكاري
هغه د سولې ښكلې، كوتره تكه سپينه
رانه ها باز يووړله، چي يې منګول كي ښكاري
خيال مي هم داسي وران شو، ستا د يادونو جنګ كي
لكه يو ړنګ شان محل ، چي په كابل كي ښكاري
نشته تك سره ګلونه، په دې سپېره موسم كي
خاوري د هري پېغلي په تور اوربل كي ښكاري
كمبلۍ راغله د شعر، ((مينه)) ! ذهن ته مي
د وزرنو رنګ يې، زما غزل كي ښكاري
۲۴/ ۹/ ۲۰۰۱ كوټه
------------------

خوب مي ليده
نارې د امن وهي راشي عذاب سره ځي
موږ رابللي خو زموږه له ځواب سره ځي
يو خوار شاعر ځي و ځنګله ته له قلمه سره
دا نور خو ټول تبر، ټوپك وړي له تناب سره ځي
خوب مي ليده، وي نړېدلې زموږ دغه حجره
څوك مو منګي وړي څوك مو تال څوك له رباب سره ځي
هغوى ته څنګه شي ورپېښه په ژوندون كي ستونزه
چي د دوو ګامو په مزله هم له كتاب سره ځي
تن كي چي سره وينه په جوش شوه د ((مين)) ملګرو!
حق د پښتون غواړي ګټل په انقلاب سره ځي
۱۲/ ۶/ ۲۰۰۱ كوټه

------------------

ځواني
زاهده غصه مه كړه دا څو شپې مي د ګناه دي
ثواب ته ورځي پاته د سبا او بل سبا دي
ځواني ده، لېونتوب دى عاجزي رانه مه غواړه
نه زړه د غلامۍ دى او نه سترګي د ژړا دي
خوږې_خوږې نغمې دي د رباب له تارو وزي
و مخ ته د مطرب چي ښكلې پېغلي په نڅا دي
جامونه ډكوي راته ساقي بلا يې واخلم
څيښم يې سر پر سر زه د نوبت كيسې پنا دي
((مين)) لا دى وړوكى ورته مرګ_مرګ مه لره ته
دا وخت يې د شوخۍ دى او كارونه يې جلا دي
------------------------

نازكه پرخه
د خداى(ج) لپاره حال مي ژر يوسه تر ياره پوري
چي مي دى ژوند بس دغه نن شپه تر سهاره پوري
ښه دى چي پروت يم داسي زه په خپلو وينو رنګ
لاس دي د چا راونه رسي تر پرهاره پوري
سل اندېښنې مي په خپل يو كوچني زړګي كي ځاى كړې
وړلمه، وړلمه چي خوب زه تر كراره پوري
د اتفاق وايي سپوږمۍ ستورو ته تش په دغه
چي ومو ونه رسي هيڅكله څوك تر شماره پوري
نازله پرخه د ګل غېږ كي دومره وخت تېروي
لكه زما او ستا ديدن د بل تر څاره پوري
په ودي نه څيښى يو ډك جام لا تر اوسه پوري
چي رسېدلى خوار ((مين)) دى تر خماره پوري

--------------------

په پاڼه د ځوانۍ كي
پياله كي مي د ذهن ستا د حسن رنګ راڅاڅي
نشه_نشه يم ډېر نن له هر څه نه بنګ راپاڅي
مستي دي ده ليكلې خداى(ج) په پاڼه د ځوانۍ كي
له سترګو نه دي ځكه چي هر كله جنګ راڅاڅي
په ګوتو كي مطربه! ستا دا واړه اثر پروت دى
چي ته نه يې والله كه له رباب نه ترنګ راڅاڅي
غزل دي له كوم ښكلي ګل ښايست نه الهام واخيست
خوشبو يې تر هر توري چي لونګ_لونګ راڅاڅي
ويده كړي خپل ((مين)) هم د ماشوم په څېر په مينه
په سپينو مړوندو كي چي بنګړو نه شرنګ راڅاڅي
۲۸/ ۶/ ۲۰۰۱ كوټه
-------------------
ساندي ويونكي
په پرهروكي مو له څړيكو ډك دردونه ناڅي
د غم شېبې دي چي په زړو كي مو آهونه ناڅي
فراق ځپلي يو، د ستونزو، كړاوونو بلد
د وصالونو اميدو كي مو خيالونه ناڅي
ساندي ويونكي بلل كېږو، وير لړلي خلك
د هوس برخه كي مو هر وخت ماتمونه ناڅي
دې په څرمنو كي انځور مو د دنيا ظلمونه
په هر اندام كي مو كركجن_كركجن عكسونه ناڅي
موږ چي شو تږي اې ((مينه)) بيا څيښو سرې ويني
دلته اوبه نشته د وينو ډك سيندونه ناڅي
۵/ ۷/ ۲۰۰۱ كوټه
-------------------

د شېبو اره
د ژوند ډګر كي چي د بخت او عقل جنګ روان دى
تقدير، تدبير ته كړي غصه د بخت په ننګ روان دى
څانګي د عمر غوڅوي مي د شېبو په اره
داسي يو څوك له مانه پټ زما پر څنګ روان دى
يا به خپل حق ورڅخه واخلي يا به سر وبايلي
ځي له پاچا سره حساب كوي ملنګ روان دى
دى لېونى، كه غرڅنى كه په ځوانۍ غره دى
كنډول يې لاسو كي نيولى، څيښي بنګ روان دى
هغه يوازي وو ها ښكلي، موږ وو ډېر ((مينه))!
خو بيا يې هم رانه د عشق يووړى قلنګ روان دى
۸/ ۷/ ۲۰۰۱ كوټه

-------------------
د وخت په ژبه
بيا د درتلو تكل كوم په مينه_مينه باندي
ډالۍ مي خوږ زړګى دروړم په مينه_مينه باندي
قسمت كوي راته ښېرې چي تل د وخت په ژبه
ځكه تقدير په ژوند منم په مينه_مينه باندي
ساقي! قربان دي شم يو جام خو پخپل خوښه راكړه
چي يې بې درېغه وڅيښم په مينه_مينه باندي
لكه مطرب چي مي په لاس كي دى رباب خندنى
پر نڅا ښكلي راولم په مينه_مينه باندي
كافر احساس راته كافر نه كړي خيالونه زما
مست غزلونه چي ليكم په مينه_مينه باندي
زما توبې د رياكار زاهد په ډول نه دي
چي به يې هر ځاى يادوم په مينه_مينه باندي
د هجر لمر ته پروت ((مينه))! درځم صبر وكړه!
زلفي پر تا به خوروم په مينه_مينه باندي
-----------------------

ډارنه
داسي روڼ ستوري پټ له مځكي نه و پاس ته ورځي
لكه ناڅاپه چي يو خيال د چا احساس ته ورځي
موږ خو يو تږي زموږ موخه د اوبو څښل دي
نه يو پر دې شونډي منګي او كه ګيلاس ته ورځي
زړه پرهر مومي خامخا ښكلي دا ستا په ليدو
روغه هنداره هم غوڅيږي چي الماس ته ورځي
شعر خو ليكي منمه هر شاعر په ډېره مينه
ښكلى مفهوم، رنګين لفظونه تش حساس ته ورځي
زرين_زرين څاڅكي را اوري چي د لمر تر زړګي
وړانګه_وړانګه د ښكلي ناوي و لباس ته ورځي
((مين)) كه زړه ورسره نيم لكه ((كاروان)) *كړي هر څو
هغه ډارنه شان نجلۍ يې كله لاس ته ورځي

* د پياوړي شاعر كاروان صاحب يوه نظم ته اشاره.
۲۰/ ۶/ ۲۰۰۱ كوټه
------------------

د زړه تڼاكه
وخت په شېبه_شېبه كي سوال كړي موږ ځواب وركوو
څومره چي راكړي راته ژوند، هومره حساب وركوو
بهار دي نه راځي چي نه راځي زموږ يې پرې څه؟
نه خو ملګري لرو موږ او نه ګلاب وركوو
لرو په سترګو كي چينې د سپينو_سپينو اوښكو
و ګرېوانونو ته چي موږ تل مدام آب وركوو
د زړه تڼاكه چي و نه چوي او سوى و نه كړي
تر ها مهاله وته موږ نوم د حباب وركوو
ښكلي دي كړي رانه نفرت او هيڅ دي نه راكوي
موږ به په مينه ورته خپل زړونه كباب وركوو
كه څوك غريب راشي ((مينه)) رانه وغواړي خېر
نور څه كه نه لرو خو بيا هم يو كتاب وركوو
۷/ ۸/ ۲۰۰۱ كوټه
------------------

معجزه
يو څه مي ويل غوښتل، مګر پاته پټه خوله شوم
را روڼي مي كړې سترګي، خو ته نه وې بيا ويده شوم
چي و دې كړله ژمنه لاس دي را د ملګرتيا كړ
دا زړه مي دومره غټ شو، لكه څومره غټ چي زه شوم
قاتل مي لټومه په ټولۍ كي زه د ښكلو
بدرنګو ته دي خېر وي، زه يې مړ له لاسه نه شوم
ملګرى مي وو عقل خو چي بخت رانه خپه و
منزل مي خپل و نه موند هسي ستړى په مزله شوم
((مينه)) ! كوم اثر كه معجزه وه پرې پوه نه شوم
چي ته زما په څېر شوې او زه داسي لكه ته شوم
۱۱/ ۸/ ۲۰۰۱ كوټه

خليل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005