Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-06-05  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

دجانان مومن شعرونه

انار
  په كندهار كي د انار ګل د مشاعرې په ياد
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى
يو كه دا سټېج وي، بيا تشويق نو بيا ويل وګورى

ټوله ملګري د انار ګل صفتونه كوي
دوى واي په دغه شپوو انار ښايسته ګلونه كوي
پيغلي، زلمي، زاړه، واړه يې ديدنونه كوي
نن شاعران دي پرې راټول تاسې ستايل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى

دوى شاعران يې ټول ګلونو ته غزلي وايي
نن چي و دې مشاعرې لره راغلي وايي
انار انار دى د انار ګل ته بدلي وايي
خوزه وام خپله يې انار ته ښه تر ګل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى

ګل يې كه رنګ لري خوبوى او بقا نسته په كښي
خداى و رښتيا كه سره وايو ښكلا نسته په كښي
مين خبر دى په سره رنګ چي وفا نسته په كښي
راسى انار ته تاسې خوند ښه د چارګل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى
 
دغه ښه دومره ښايسته او سره ټول اناران
ښه چې اوبه كې په ښه خوند او وكى پول اناران
بيا يې نو هلته ورشوه كى په ښه تول اناران
مزې-مزې دي تاسي دا ډول خوړل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى

هغه پر مينځ چي د خوږوالي څه چاودلي ښكاري
لكه په زړه كي د مين ويني كوټلي ښكاري
دا اناران نو بس وګيډي ته منلي ښكاري
دانه-دانه يې كى خوړو تې يو هم بل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى

ښه چي يوه ډكه كاسه وي د انارو دانې
څنګ ته دي يار وي په خندا او دوى و مخ ته پرتې
يوه كاچوغه يو او بل ته بس مزي دي مزې
په مومن پرېږ دى شاعري ورته كار بل وګورى
لمړى سلام پسې روغبړ وروسته غزل وګورى

  ۱۶/ ۲/ ۱۳۸۵

--------------------------

غزل

ناست يمه قلم راسره پروت كاغذ پر مځكه دى
نه راځي و ما ته نن د شعر شاپېرۍ نه راځي

كاش چي زه خبر واى چي دا تخت او فلنګ نه غواړي
و ګورى ظالمه په هيڅ چم او زارى نه راځي

وخت چې د راتلو نه وي نو دينګه مخته سمه سي
اوس چي په سي مړ يمه نو دا ناوكۍ نه راځي

ورك يې كه ناشوقه ده پر ما باندي نازونه كړي
دا حق خو لرمه چي وام دا لېونۍ نه راځي

نه لري پروا د چي او څوك په نظر نه ورځي
دا د خداى مومنه اوس په مياشت او اونۍ نه راځي

-------------------------

د نارنج ګل

په ننګرهار كي د نارنج ګل په ياد
قضاوت كه مي د ګلوو پر زيمه سي
د نارنج ګل به يې و ټاكم باچا زه

پسرلى چي د ګلونو سره راسي
خوښومه په ګلونو كي هم دا زه

دغه ښكلى ننګرهار چي ښكلى ښكاري
دا په ونوو د نارنج دى وايم دا زه

كه نارنج دى كه يې ګل دى كه يې وږمه ده
در ته و بې كم صفت جلا جلا زه

نارنج خپله ښه مېوه د پاك الله ده
همېشه يې وروڼوو خورمه پر ښوروا زه

څومره ښه سپينه جامه يې د ګلانو
خود بې ستايمه په شعر كي په ښكلا زه

خوشبويي يې د سړي څه پاريس هېر كړي
هم يې بولمه د هر مرض دوا زه

زما مومن زړه يې مين پر ننګرهار كي
كه ژوندون وو ورته رابه سمه بيا زه

۷\۱\۱۳۸۵

------------------------

څلوريځي
سبحان مو په سينه كي دى، قرآن مو په سينه كي
دا عرش او كرسي ټوله درست اسمان مو په سينه كي
شروع مو له آدمه څه تر دې دمه جانانه
بېشكه چي دا ټول پيغمبران مو په سينه كي

--------------------------------------------

ميخانه خلاصه هم ساقي سته هم جامونه
خوماره څه ته ګورې واخله قدمونه
هغه دي شمعي بلبلان ورته نڅيږي
ژر به يې واورې چي يې وسوزل ځانونه

---------------------------------------

يا به زما سترګي ښايستې وي
يا به ډېر ښكلي دلې وي
زه چي هري خوا ته ګورم
بس سكې وي او سكې وي

---------------------------------

ننګرهار ښكلى، خلګ ښكلي، هر څه ښكلي ښكاري
دا خو رښتني پښتانه دي چي سپېڅلي ښكاري
دوى د وطن، كلتور او ژبي په چوپړ په سي ځي
خود به مومنه تا ته دا خلګ منلي ښكاري

--------------------------


 


 

خليل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005