Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-17  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

انجنير ستانه مير زهير

انجنير ستانه مير زهير
 ښاغلي ستانه میر زهير په ۱۳۳۲ لمریز کال کي د ننګرهار ولايت د شینوارو د هسکي مینې ولسوالۍ د ثناخیلو په کلي کي د یار محمد پرکاله سترګي روڼې کړي دي .
 لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې د رحمان بابا په لیسه کي ( ١٣٣٩ ل_ ١٣٥٠ ل ) او لوړي زده کړي ئې د کابل په پولي تخنيک انستيتوت ( ١٣٥٢ _ ١٣٥٦،٦٤_١٣٦٥ل ) کي پای ته رسولي .
 دتحصيل درجه ئې ماستر MA ده او تخصصي زده کړی ئې دجيولوجي او دجامدوکاني موادو د سروې او اکتشاف رشته ده په اکاډميکې څيړنو کي ئې د ستاژدوه دورې ( ١٣٦٦ ، ١٣٦٧ ل ) ، د ازبکستان _ د تاشکندد علومو اکاډمی کي تېري کړي دي اود محقق_ د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي درجه لري
 
 رسمي دندې :
 * کانو او صنا يعو وزارت ، جيو انجنيرۍ ډيپارټمنټ ( ١٣٥٧ ل کال )
 * د ښوونې او روزنې وزارت _ د تاليف او ترجمې رياست _ دجغرافيې
 ډيپارټمنټ مسلکي غړی او د جغرافيه د بلوټن مسول مدير ( ١٣٥٨ _ ١٣٦٣ )
 *ساختماني چارو وزارت _ د لارو او ډګرونو رياست _ پورژه سازۍ امريت
 د جيو انجنيرۍ مدريت ( ١٣٦٣ ل _ ١٣٦٥ ل کال )
 *د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ ځمکې پيژندنې انستيتوت _ جيولوجي ډيپارمنټ
 ( ١٣٦٥ ل _ ١٣٧٣ ل کال )
 * د BBC AEP د نوي کور ، نوي ژوند د ډرامې ليکوال ( ١٣٧٤ ل _ تر اوسه )
 .
 • په ادبي برخه کې غير رسمي دندې :
 د مسلکي ذده کړو تر څنګ يې د کو چنيوالي څخه د پښتو ژبې د ادب سره هم مينه لرله . د همدغه ذوق او مينې له برکته په يولسم ټولګي کې يې ذده کړه کوله چې په ښوونځي کې د يوې ديوالي جريدې مسوليت هم ور په غاړه شو . تل يې په ادبي محافلو او مشاعرو کې برخه اخيستې او وخت نا وخت يې د ادب په مختلفو برخو کې قلم هم خوځولی دی .
 • کله چې په ١٣٥٠ ل کال د قوس په مياشت کې دولسم ټولګي څخه فارغ شونو په هغه وخت کې د دوامداره مظاهرو له امله پوهنتون تعطيل شوی واو د نوي کال له پاره يې د دولسمو ټولګيو د فارغانو څخه د کانکورازموينه نه ا خيستله . له دې امله ١٣٥١ ل کال په نيمايي کې ،د پښتو ټولنې د زيري په اونيزه اخبار کې د مسلکي غړي په تو ګه مقررشو . تر١٣٥٢ ل کال د ثور تر مياشتې پوري يې په همدې اخبار کې کار کاوه .
 • د ١٣٥١ ل کال د لومړيو نه پيل او د ١٣٥٢ ل کال تر شروع پورې يې په حق ا لزحمي توګه د هيواد د ورځپاڼې د ( ستاسو صفحې ) متصدي هم و.
 • ١٣٥٦م کال په وروستۍ نيمايي کې په داسې حال کې چې د کابل پولي تخنيک د پپنځم کال محصل و ، د پښتو ټولنی د لرغوني ادب په برخه کې د خوشحال خټک د راټولو شوو اشعارو په نقل ، مقا بله او پاکنويس کې په حق الزحمي توګه همکاري لرله
 • د ١٣٥٧ ل کال د ورستيو مياشتو څخه شروع او د ١٣٦٠ ل کال تر پيل پورې په حق الزحمي توګه په راډيو افغانستان کې ، د هنر او ادبياتو د څانګې ( کورني ژوند ) د پروګرام د پښتو مطالبو ليکوال و .
 • د ١٣٧٤ ل د جوزا په مياشت کې په پيښور کې د افغانستان له پاره د BBC
 راډيو د ( نوي کور، نوي ژوند ) د ډرامې د ليکوال په توګه مقرر شوی او تر اوسه په همدې برخه کې خپلې دندې ته دوام ورکوي .
 • د لنډو کيسو ( وروستی ليک ) طنزونو ( غيرتي لالا ) او ازادو شعرونو ( ويرونه زموږ دکلي ) مجموعې لري خو تر اوسه لا چاپ نه دي .
 
 مسلکي _علمي او څيړنيز اثا ر يې :
 الف : چاپ شوي اثار :
 • د ښونځيو له پاره د ( پنځم ، اووم ، اتم ، نهم او لسمو ) ټولګيو له پاره د جغرافيې د کتابونو د تاليف کوونکوله ډلې څخه دی .
 دا کتابونه د ( ١٣٥٨_ ١٣٦٣ ل ) کلونو په موده کې چاپ او په ښونځيو کې د تدريس لاندې وو.
 • جنګ های بيست ساله و تباهي ذخاير معدني افغانستان . چاپ مرکز مطالعات افغانستان ، پيشاور _ سال ١٣٧٧ ش .
 • په افغانستا کې زلزلې . د اکبر د موسسې له خو ا په پيښور کې په ( ١٣ ) کال کې چاپ شوی دی .
 • په افغانستان کې کاني زيرمې د اکبر د مو سسې له خو ا په پيښور کې په ( ١٣ل ) کال کې چاپ شوی دی .
 • بايو ګاز ( پښتو ژباړه ) د اکبر مو سسې له خو ا په ( ١٣ ل ) کال کې چا پ شوی دی
 • په افغانستان کې د منرالي اوبو چينې . دا يو اکاډميک څيړنيز اثر دی چې د ښاغلي شيرشاه رشاد سره يې په ګډه په ١٣٧١ ل کال کې ليکل شوی او په ١٣٨٤ ل کال کې په جرمني کې د کلتور ي ټولنې له خوا چاپ شوی دی .
 • د خپل مسلک او هم د پښتو ادب په برخه کې يې په لسګونو مقالې د هيواد په دننه او هم د مهاجرت په موده کې په اخبارونو او مجلو کې چاپ شوي دي .

خالدهادي حیدري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005