Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-10  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

محمد هاشم نيازي سنګر

 محمد هاشم نیازى سنګردعبدالهاشم زوى په ۱۳۴۸هجري لمريزكال كې دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ په سنګر نومې سيمه كې زيږيدلى خپلې منځنۍ زده كړې يي په لغمان اوخوست كې تر سره كړي ، دژورنالیزم په برخه كې يي له هېواد څخه بهر ځانګړې زده كړې ،كړې دي. دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ شوى، دملنګې هيلې په نوم يي يوه شعري ټولګه دما مه هېروه په نوم يو ناول او نطاق دراډيو تلويزيو ن مهم عنصر دى، دنطاقۍ دفن په اړه كتابونه چاپ شوي دي .
 نيازى سنګر دافغانستان په ملي راډيو تلويزيون كې دوياند او دجمهوري رياست په مطبوعاتی دفتر کې دخبريال په توګه دنده ترسره كوي .
 دښاغلي نيازي سنګر دشعر دوه بيلګې دلته را اخلو .


 كيږدۍ
 سترګو مې ګل مخې، ستا په لار كيږدۍ وهلې ده
 تاو، رانه لمبې دي ،انتظار كيږدۍ وهلې ده
 ګل غوندې په زلفو كې مې ونغاړه، چې ښكلې شې
 وګوره لمر مخې، چې خمار كيږدۍ وهلې ده
 ځمه چې په تور، دتورو زلفو باندې وزانګم
 هاغه دى منصور زړه مې، په دار كيږدۍ وهلې ده
 وخت دپسرلي شو، په ګلانو كې به يي خوښ كړمه
 ستا اوربل ته ګل ! ماپه ګلزار كيږدۍ وهلې ده
 خدايه ! دجانان دوړانګو تاو، ستي ستي كړمه
 عشق مې له غيرته، په انګار كيږدۍ وهلې ده
 لاړ سپيره خزان، كارغان هم والوتل
 رابه شي بلبل، ما په بهار كيږدۍ وهلې ده
 غم مې دځان نه، او نه دمينې راسره دى، ډير
 اوښكو مې نيازيه ! په مزار كيږدۍ وهلې ده


 نيكمرغه ورځ

 څنګه نيكمرغه ورځ وه
 څه بختورمهال و
 ګودر خالي و
 له غمازو نجونو
 يواځې ته وې، دګودر په غاړه
 په سپينو لپو دې، منګى ډكوه
 چې مې دخيال شاهين
 تر سترګو كړلې
 اول به موسكه
 بيابه سوچ كې لاړې
 لكه چې ستا هم
 زه ياد شوى ومه
 بيا دې، په ما نظرشو
 له ځايه پورته
 وارخطاغوندې شوې
 خو ځان دې ونه بايله
 ما سر تر پايه
 درته وكتل په غټو غټو
 بيا هم دمينې په دود
 لكه حاجي چې دكعبې طواف كړي
 داسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم
 بيا دې، تر څنګ كيناستم
 ته شوې لږ لرې
 مخامخ شوې راته
 له خندا شنه شوې
 راته ودې ويل :
 څنګه ښكاريږم
 ګلابي جاموكې ؟
 ماويل : والله
 لكه پري لكه جنت كې حوره
 آه، څومره ښكلې
 او سپيڅلې وه
 داورځ دمينې
 سهار ښايسته ،غرمه ښايسته، مازيګر هم ښايسته و.

پیغام   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005