Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-07  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

اسدالله زمری

ښاغلی اسدالله زمری د حاجي عبدالحمید زوی په ۱۳۳۳ کال کې د لغمان په ولایت کې زیږیدلی،د لښکرګاه د لیسې ترتمامولو وروسته ئې خپل لوړ تحصیلات د ماستري تر درجې پورې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پو هنځي کې سرته رسولي دي .
 ښاغلي زمري د هیواد په بیلابیلو حقوقي ارګانونو کې د دندې تر سره کولو وروسته په ۱۳۷۲ لمریز کال له خواږه وطن نه وتلو ته اړ شو اوتر اوسه په المان کې له خپلې میرمنې او څلورو اولادو سره د پردېسۍ تریخ ژوند تیروي .
 دی له ۱۳۵۶ کال راهیسې شعرونه لیکي .چاپ شوي آثار :
 ۱. اوښکې او سکروټې ؛لومړۍ شعری ټولګه دچاپ کال ۱۳۶۶ .
 ۲.د لمبو کلی ؛ دوهمه شعري ټولګه د چاپ کال ۱۳۷۹ .
 ۳.په افغا نستان کې داساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنګوالي ته یوه کتنه ؛دچاپ کال ۱۳۶۸

د ښاغلي زمري د شعرونو څو بېلګي :

 آشنا
 
ته مې یې د مینې الهه ته مې مولا د زړه
 ته یې تلوسه زما او ته مې یې ، سودا د زړه
 
 ته د محبت د باغ ګلونو ته د رنګ جلوه
 ته مې یې د ژوند بهانه ، ته مې مسیحا دزړه
 
 ته ښکلی نغمه یې چې د روح په ګوتو جوړه یې
 ته یې ترنم ، ته ترانه ، ته مې غوغا دزړه
 
 ته د کوه قاف پری او ته یې د جنت حوره
 ته مې د خوښیو جام او ته مې یې سوما دزړه
 
 تاته دی خوښۍ شی ددنیا او د عقبی نصیب
 ته چې مې په غم د زمانې کې یې آشنا دزړه
 
 ۱۹۹۳/۹/۱۶
 
 زه !
 سره اوښکه د غم وم چې په مخ ددنیاپریوتم
 پرخه د سحر شومه په غرو او صحرا پریوتم
 یو سوی فریاد وم له دردمن زړه نه را پورته وم
 دود د اوسیلو شومه په مخ د رڼا پریوتم
 مات ساز د ماتم وم د ویر کور کې غږیدم غلی
 سوز د غمجن زړه شوم په لیمو د ژړا پریوتم
 هیره افسانه وم له غوږونو او له خولو پاتی
 پته خزانه شوم وران انګړ کې د چا پریوتم
 لوند څیری ګریوان وم د زخمي ټټر په وینو سور
 څیری لنګوټی شوم په اوږو د ګدا پریوتم
 زه د مات باڼه په څیر اغزی د چا د سترګووم
 تور لا چي لونګ شوم ، خو اوربل نه جدا پریوتم
 بخت دی که تقدیر او که خالق مې ځوروی څله؟
 غیږ کې د جانان که بی خبر له عقبا پریوتم
 مست ګرځي یارانو د خوښیو پیمانې په لاس
 خیر دی که زه لاړم په پنجو د بلا پریوتم
 دلمبو کلی له ټولګی نه

خالدهادي حیدري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005