Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-07  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

محمد حکيم بشارت

محمد حکيم بشارت دفضل الرحيم زوى دميدان وردګو ولايت دنر خ ولسوالۍ دکريمدادو دکلي اوسېدونکى چې په ١٣٥٤هجري کال کې يې په دې نړۍ کې سترګې غړولې دي .
  لومړنۍ زده کړې يې دشهيد صابريار په لومړني ښوونځي ترسره کړي ، منځنۍ زده کړې يې دخالدبن وليد په لېسه کې او په کال ١٣٧٤ هجري کې دسيدجمالدين افغان له عالي لېسې څخه فارغه شوى او ١٣٧٩کال کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى . 
  نوموړى دکابل پوهنتون او عرفان مجلو مهتمم پاتې شوى ، همدارنګه دکابل راډيو او خوست په راډيو ګانو کې يې دوياند په توګه دنده ترسره کړې ، دپرواز مجلې فريلانس خبريال او دهيئت تحرير غړى ، دسولې او جنګ دراپور ورکونې دانيستيتوت خبريال ، دصبا مجلې خبريال او بيا ورپسې دهمدغې مجلې مرستيال او له دوه کلونو راهيسې تراوسه پورې په پژواک خبري اژانس کې دکاپي چيف ايډيټر په توګه دنده تر سره کوي . 
  نوموړى دوه اثر چاپ ته چمتو لري ١—په پښتو شفاهي ادبياتو کې دښځو ونډه ٢- دلنډو کيسو ټولګه .

د ښاغلي بشارت د شعر یوه بېلګه :

تاچې سرو ګلونوته دخارخبرې وکړې
 هم دې شازلمو ته دنګار خبرې وکړې
 څه عجبه شپه وه چې ماته خوب کې ليدې
 عشق راته ورو ستا درخسار خبرې وکړې
 سترګې د ې جانانه چې يو ځل راواړولې
 ماته يې په زړه کې دخمار خبرې وکړې
 خيال يې نن زما په ذهن پرېوتو ملګرو
 ځکه مې په شونډو بيا ديار خبرې وکړې
 زړه چې مې داستا څڼوکې ښکېل شولو دلبره
 تا چې په موسکا کې داختيار خبرې وکړې
 شونډې دې خنداکې سرې غوټۍ دسرو ګلونو شوې
 نن يې په نازونو دبهار خبرې وکړې
 خيال دحکيم کډه دبېديا لمن ته وکړه
 چېرته چې غاټولو دسنګار خبرې وکړې

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005