Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

سيد ګل پاچا الفت

نښتر مجله :
 د کابل ننګرهار پر لويه لاره، د لغمان په کښتنۍ برخه کې يو زوړ کلى راځي چې عزيزخان کڅ يې بولي، کڅ يې ځکه بولي چې د کابل سيند پرغاړه ودان دى. هو شمال اړخ ته يې کابل سيند روان دى خو جنوب ته يې بيا هغه لاره تېره ده چې له وريښمين تنګي نه راوتلې ده.
 زاړه روايات څرګند وي چې زرګونه کاله مخکې د کابل د غرونو کاسه د اوبو يو لوى ډنډړ چې ورو ? ورو دې پستو او نرمو اوبو د ماهيپر د غره په سخت زړه کې لاره وکړه، تيږې يې ويلې کړې او په غورځنګونو پرې ورواوښت، په وريښمين تڼي راتېر شو او د لغمان خاورينې غونډۍ يې داسې وسولولې چې لاتراوسه يې هم په لوړوسرونو کې د اوبو لارې تېرې دي.
 همدا راز وريښمين تنګى يوه ډبرينه لاره ده خوڅه د باندې دوه زره کاله وړاندې دا ډبرينه لار د پستو وريښمو د تجارت لاره وه چې له چين نه به بلخ ته او له بلخ نه به هند ته په دې لويه لاره وړل کيدل چې دا لاره د عزيزخان کڅ جنوبي اړخ ته تېره ده.
 هو! په يوه داسې کلي کې چې يوې خواته يې د کابل سيند رڼې اوبه بهيږي او بلې خواته يې د وريښمو پسته لاره تېره ده، د سيدانو يوه کورنۍ اباده ده چې پښتانه يې د خپل خاص اخلاص او خپل سپيڅلي پيغمبر ته د ځانګړي عقيدت له مخې پاچايان بولي، له دې پاچايانو نه د ميرسيدپاچا په کور کې له نن نه ٩٠ کاله مخکې د ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي په وينا: ? يو ښکلى ګل زرغون شو او هغه يې ګل پاچا وباله. دا ګل د فطرت په لمن کې لوى شو، د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه د کابل د سيند د غاړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوى کړ. د لغمان د نرمو اوبو، پستې هوا او شنې ورشو په غيږه کې لوى شوى ماشوم مهربان پلار د وخت له دود سره سم د کلي ملا ته د ديني درسونو زده کړي ته کښېناوه، که څه هم د ? ضربا ضربوا ? قهر آميز ګردانونه يې ډيرو کړل خو د نرمو اوبو، شنو شنيليو، نازکو ګلونو ترڅنګ لويېدونکى او د وريښمو په پسته لار تلونکى ماشوم د نرم طبيعت، زړه سواند زړه، عاطفې او الفت په غيږه کې وده کوله، د درس د محدودو کتابونو ترڅنګ يې د طبيعت ويړکتاب مخې ته پرانستل شو، د فطرت له کرشمونه يې زده کړه وکړه، د خپلې هسکيرلې ټولنې د څيرې ويرې کتاب په پاڼو کې يې د بېوزلو او مظلومو انسانانو اصلي او خوارخواکې څيرې وليدې. هر څه ته ځير شو او هر څه ته يې په ځير وکتل.
 دې مطالعې نوى اثرپرې وکړ، د زاړه منطق له صغرى او کبرى نه يې راويوست، په سر کې يې لوړخيالونه او ژورفکرونه په غزونو شول، کتاب يې ونغښت قلم يې راواخيست د کابل سيند تر اوبو نه يې روڼه او روان شعرونه پيل کړل او د وريښمو په لاره تللو پستو ورېښمو نه يې نرم نثرونه رامنځ ته کړل.
 ماشوم ګل پاچا ځوان شو، شاعر شو، ليکوال شو، مفکر شو، د شعرونو او نثرونو په رګونو کې يې هنري ښکلا، منطقي پختابه او فلسقي استدلال غزونې وکړې، نوى سبک او نوى ادب يې رامنځ ته کړ، عالي او خيالي افکار يې ترسيم کړل، د پسرلي نغمې يې وغږولې، بلې ډېوې يې د تيارو په زړه کې بلې کړې، پښتو سندرې يې ازانګه کړې، ادبي بحثونه يې راونښلول، د آزادۍ پيغام يې راووړ، غوره اشعار يې وليکل، غوره نثرونه يې وپنځول، د زړه وينا يې واوروله، اجتماعي نظريات يې وړاندې کړل، نوى څرک يې ويوست، ملي قهرمان يې راوپيژانده، ښه لمسون ته يې ولمسولو او د الفت خبرې يې راته وکړې.
 دا د ارواښاد استاد الفت د اثارو يو څو نومونه وو چې ما واخيستل ده ډير څه وليکل او ډير څه يې پښتو او پښتانه ته پريښودل چې ټول له مينې ډک دي، له الفته ډک دي، له ورورۍ ډک دي او له انساني غوښتنو او پندونو ډک دي.
 دى الفت ړ کينه او نفرت يې نه پيژندل: افغاني فکر يې کاوه، اسلامي فکر يې کاوه او انساني فکر يې کاوه، په خوله يې ډېر څه نه ويل خو په قلم کې ډېر زړوراو زورورړ، قلم يې پوست ړ، د الفاظو په انتخاب کې يې ډير فکر کاوه خو انتقاديې سخت ړ چې تر ايرو لاندې د سکروټې بڼه يې درلوده او خپل قلمي هدفونه يې ژور او دقيق په نخښه کول.
 ده د استبداد په چوپه چوپتيا کې د آزادۍ او ديموکراسۍ اذانونه کول او زلميان يې ويښتابه ته رابلل. دى په دولتي رتبوکې د وزارت تر څوکۍ هم ورسيد خو له خوارانو او فقيرانو نه يې ځان بيل نه کړ او فقيري او درويشي يې په اميري ور نه کړه.
 ده ويلي دي:
 
 زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
 په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
 
 همدې زړه سواندۍ د زړه ناروغي ورته پېښه کړه او له نن نه ٢٦ کاله وړاندې د ٦٩ کلنۍ په عمر وفات شو او هم هلته په عزيزخان کڅ کې د کابل سيند د ګلکڅونو او د وريښمو د لارې په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.
 اروايې ښاده اوسه!
 لنډ ژوند ليک:
 
 > په ١٢٨٨ هـ ش ( ١٩٠٩ ) کال د لغمان د عزيزخان په کڅ کې زيږيدلى چې د پلار نوم يې ميرسيدپاچا او نيکه يې سيدفقيرپاچا دى.
 > په ١٣١٤ کال د انيس په جريده کې کاتب وټاکل شو.
 > په ١٣١٥ کال د کابل د ادبي انجمن غړى شو.
 > په ١٣١٦ کال د پښتو ټولنې له غړيتوب سره د زيري مسوول مدير شو.
 > په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مدير مرستيال شو.
 > په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او د قواعدو د څانګې مديرشو.
 > په ١٣٢٠ کال کې د اصلاح د ورځپاڼې مشاور او بيا د پښتو ټولنې عمومي مبصر او د کابل مجلې چلوونکى شو.
 > په ١٣٢٥ کال کې د اتحاد مشرقي مديرشو.
 > ١٣٢٧ کال په ننګرهار کې د قبايلو عمومي مدير شو.
 > په ١٣٢٨ کال کې د جلال آباد د خلکو له خوا د ملى شورى په اوومه دوره کې وکيل وټاکل شو او په ملي شورى کې د دوهم مرستيال دنده ورته وسپارله شوه.
 > په ١٣٣١ کال کې د لغمان د قرغيو خلکو د شورى اتمې دورې ته وکيل وټاکه.
 > په ١٣٣٤ کال کې د جلال آباد د خلکو له خوا د لويې جرګې وکيل وټاکل شو.
 > په ١٣٣٥ کال کې په لومړۍ رتبه د پښتو ټولنې رئيس وټاکل شو او هم د پوهنې وزارت د عالي شورى په غړيتوب ومنل شو او ورسره د حقوقو د پوهنځي او د ادبياتو د پوهنځي د پښتو استادي هم ور په غاړه شوه.
 > په ١٣٣٨ کال د افغان ? شوروي د دوستۍ د ټولنې رئيس هم شو.
 > په همدې ترڅ کې د ١٣٣٠ کال له غبرګولي څخه د ١٣٣٢ کال د لړم تر پايه د اولس د ملي جريدې د امتياز خاوند هم ړ.
 > د ١٣٤٣ کال په لويه جرګه کې چې د نوي اساسي قانون د تصويب له پاره جوړه شې وه غړى ړ.
 > په ١٣٤٤کال کې د قبايلو مستقل ريئس وو.
 > د ١٣٤٨ کال د اولسي جرګې په ١٣ دوره کې منتخب استازى ړ.
 استاد الفت تر وکالت وروسته په کور کښېناست او د زړه مزمنه ناروغي ورته پېښه شوه چې د همدې ناروغۍ له کبله د ١٣٥٦ کال د لندۍ په ٢٧ نيټه د مرګ د ليندۍ نخښه او له دې فاني دنيا څخه يې سترګې پټې کړې او د عزيزخان په کڅ کې په يوه وړه غونډۍ کې خاوروته وسپارل شو چې زيارت يې له ليرې سترګو ته راځي.
 له ارواښاد استاد الفت نه تر دېرشو ټوکو زيات چاپ او ناچاپ ځانګړي اثار راپاتې دي او په سوونو مقالې يې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرې شوي دي نو ځکه الفت نه مري او الفت به تل ژوندى وي، خلکو که قصرونه جوړکړي ده د شعر دنګې ماڼۍ درولي او د علم او عرفان بلې ډيوې يې راپرې ايښې دي. ده شهرت نه غوښت خو دده آثارو د ده شهرت آفاقي کړى دى سره له دې چې ده وصيت کړى

استاد حبيب الله رفيع


لیکوال پاڼه تر خپله وسه  د یو لیکوال  ژوند لیک دمختلیفو لیکوالو له نظره تاسو ته وړاندي 
  دمرحوم گل پاچا الفت 
 ارواښاد گل پاچا الفت دمير سيد پاچا زوي اودسيدفقيرپاچالمسۍ په خټه سيد پښتون دۍ . په 1287لمريزکال دلغمان دعزيزخان کڅ په يوه منوره اوستانه کورنې کښي دنياته سترگې روڼي کړې . په 1356لمريزکال دليندۍ دمياشتي په 28نيټه يې په کابل کښي دابد لپاره له پانې نړۍ نه سترگې پټې کړې ،اودلغمان په ولايت کښې په خپله پلارنۍ هديره کښي خاوروته وسپارل شو.
 گل پاچا الفت خپلي لومړنۍ زده کړې په ننگرهار او کابل کښې په خصوصې توگه سرته رسولۍدي .دخپل وخت مروجه علوم يې لکه : صرف ،نحوه ،تفسير،حديث ،معاني اوبيان په ښه توگه څېړلې او زده کړي وه .استاد په 1343لمريز کال د(( انيس)) دورځپاڼې په اداره کښي دکاتب په توگه په رسمې ماموريت شروع وکړه . په 1315لمريزکال دادبي انجمن دتأليف او ترجمې په څانگه کښې دغړې په توگه ومنل شو. په 1316کال کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه د((زيرې ))دجريدې چلونکۍ مقررشو،په 1318کال دصحافت دمديرمرستيال،په 1319کال دپښتوټولنې دقواعدومدير وټاکل شو.
 په 1320کال داصلاح دورځپاڼي مشاور،دپښتوعمومي مدير،مبصراودکابل مجلې دچلونکی په توگه وټاکل شو.
 استاد الفت په 1325کال داتحادمشرقې دجريدې مديراوپه 1327کال دننگرهارولايت دقبايلوعمومې مديروټاکل شو.
 ارواښاد الفت صاحب د1328کال نه بيا تر 1334کال پوري دننگرهاراو لغمان دولايتونودخلکو لخواپارلمان ته دوکيل او خپل استازي په توگه وټاکل شويدۍ .په 1335کال دپښتو ټولنې رئېس اودپوهنې په وزارت کې دعالي شورادغړي دنده هم ورپغاړه شوه .
 په 1343کال دقبايلو دمستقل رياست رئېس اوپه 1344کال دولسې جرگې ددولسمي دورې لپاره دننگرهار ولايت دخلکو لخوا استازي په توگه پارلمان ته وټاکل شو. گل پاچا الفت د1330کال نه تر 1332کال پورې د((ولس))ازاده ملې جريده چلوله چې په حقيقت کښي يوملي خپلواکه غورځنگ گڼل کېداي شي ،چې ددموکراسۍ او ازادۍ په لاره کښي يې دمطبوعاتې مبارزې لار ښودنه کول .
 مرحوم الفت صاحب د ليکوال،شاعر،اديب ،سياست پوه ،عالم،پارلمينټر،ژورناليست،محقق او ملي مبارزپه توگه دوطن دجوړېدو او هغه ته دچوپړ عهدمند سړۍ وو. الفت صاحب دخپل پنځوس کلن فرهنگي ژوندپه بهير کې گڼ شمير علمي او ادبي اثار ټولني ته ډالۍ کړې دې . مرحوم استاد الفت په پښتومعاصر ادبي بهير کښي ديوه ځلانده ستورې پشان وځلېد،چې ځينو ادب پوهانوهغه ان دخپلې زمانې ((خوشحال)) وباله . پوهاند محمد طاهر بورگی ليکې : پخپلو ملت پاله اجتماعي ،انتقادي مقالوکښي الفت صاحب په خوږه اوپسته ژبه ډير سريح اوبې لحاضه وو)).
 زموږ دهيواد پېژندل شوۍ ليکوال او اديب پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار دالفت په هکله ليکلي دې : استاد الفت دفرهنگيالۍ تر څنگ يو جنگيالۍ او تر هر څه دمخه دخپل هيواد دپرمختيا،دهيوادوالو دروزنې او لارښوونې ليوال و،لدې امله يې غوښتل دقلم په توره مخ ته پراته خنډونه له منځه يوسې )).
 دروسې دفدراتيف جمهوريت دعلومو اکاډمۍ غړې اومشهورې ليکوالې چې په پښتو ژبه هم ځېني اثار لري ميرمن آ.س.گيراسيموه دمرحوم استاد الفت هغه سمينارته چي په 2001 دمالمو په ښارکي دحبيب اله غمخور په نښت جوړشوۍ و پخپله رالېږل شوې مقاله کې ليکې :(( دالفت شعر له حکمته ډکاو آرام دۍ ،دژوندانه او مرگ ،حرکت او سکون اودپيغام رسونکی په توگه دشاعر دونډي په اړه پکې دفلسفي تفکر نښې ليدل کيږي)).
 دافغانستان مشهور تاريخ ليکونکۍ غوث خيبري داستاد الفت په اړوند ليکې: ((گل پاچا الفت دپښتو ادب ((اناطول فرانس)) دنظم اونثردآسمان غه ځلانده ستوری دۍ چې افغانيت او انسانيت يې دليکنو اصلي جوهر گڼل کيده ،او(( لوړ خيالونه ژورفکرونه)) يې دهمدې اندېښنې راټولېدونکي گلان دې )).
 دهيواد مشهور ليکوال ډاکتر اکرم عثما ن ليکې : درباغستان پرپهناومعطر ادبيات معاصر پشتو ، شادروان گل پاچا الفت چهرۀشاذماندگارواستثنايي است .که هرچه زمانميگذرداوخردراژرفترپوياتر وگوهرتر نشان ميدهد .عدهاي اورافقط يک شاعر شناسند،عده اي نويسنده ومترجم قطعات ادبي، عده اي خامه پردازاثارسياسي واجتماعي،عده اي منتقدبي ترسومنصف مفا سد دولتي وعده اي هم آموزگار شرين کلام ودلسوز .
 محترم محمدگل وطنپال دياني دالفت صاحب په باب ليکې : (( استاددهغو کلتوري اوټولنيزوکمښتونواو نواقصو ته هم گوته نيسي چې ملي وحدت،ملي هويت اوملي اصالت ته ضرراو تاوان رسوې )).
 ارواښاد گل پاچا الفت په هيواد کښي دخپل عصر دملې دموکراتو دډلې يو له سرغندويانو او زحمت کښو وطنپالو مبارزينو څخه شميرل کيږې .هغه په افغانستان کښي دويښو زلميانو چې يو دموکراتيک نهظت ود فعال غړې په توگه په هيواد کښي ددموکراسۍ ،ټولنيزعدالت دراتگ اوټينگښت لپاره زيات زيار ايستلی دئ ،هغه په دولت کښي داداري فساد اوپه ټولنه کښي داجتماعي ناانډولۍ خرافاتو سر سخت مخالف انسان و . الفت صاحب په خپلو شعرونو کښې نه يوازي داچې ټولنه يي منعکسه کړيده بلکه په ټولنه کښي يې دټولو ناخوالو پرخلاف دشعر په ژبه خپل غبرگون ډير واضح او روښانه څرگند کړی دۍ .
 مرحوم استاد گل پاچا ((الفت)) زموږ دهيواد دپښتو ادب دپنځو ستور له جملې څخه يو ځلانده او تل پاته ستوری دۍ . روح دې ښاد او ياد دې ابدې وې

 حبيبالله غمخور 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005