Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2012-06-09  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دشفیقه خپلواک شعرونه

غزل
ډېوه يمه بلېږم
په تمه دې سوځېږم
سپوږمۍ له تا ځليږي
ته لمر يې زه پوهېږم
زه ستوری د اسمان يم
ځمکې غېږې ته درلوېږم
زه امېل يمه جانانه
او په غاړه دې زنګېږم
سپرلی،سپرلی بهار يې
غوټۍ يمه غوړېږم
دوخت له سيند مې باسه
چې کب يمه ښوېږم

غزل
توره په لاس کې ده او ډال هم لري
پښتون اشنا مې لا جلال هم لري

د خوږمن زړه کيسې سرې سترګې وايي
حال خو مين ته شينکی خال هم لري

لا خو له ژوند څخه ستومانه نه دي
پښتنې پېغلې په سر شال هم لري

مين زړګی به دې تر پښو لاندې کړي
پي مخي ټول داسې کمال هم لري

زما پر اوښلنو سترګو مه خانده جار
له تاقربان خندا اوبال هم لري

د ښار عادت يې لا زده کړی نه دی
کليوال يار مې دی جمال هم لري

ناز دې په سرسترګو خو دا مې واوره
شفيقې وې کبر زوال هم لري
غزل

بې له تانه هره هيله راته مړه ده
ډېوه نشته شپه شبګيره راته مړه ده

تا هم پرېښودم يوازې د ژوند مله!
څوک مې نه شته دنياويره راته مړه ده

تورو شپوکې دې څراغ راڅخه يو وړ
منزل نه شته لار دلګيره راته مړه ده

چې به ستا تر دره درشم او کنه خو؟
دغه هيله مې ده ځير راته مړه ده

د زمان او د مکان ناخواله ژوند کې
يوه پېغله هم اسيره راته مړه ده

۱۳۹۰/۱۰/۰۳

غزل
مننه ډېره چې ترې هېره دې کړم
وخته په لوی غذاب کې ګېره دې کړم
اوس دې رښتيا کړه، ده بېلتون ياداوه
ژونده! د يار له کوڅې تېره دې کړم
په دغه يو ارمان يې ښه پوهېدم
چې د ملا نه لاس چاپېره دې کړم
دومره ښايسته نه يې ښايسته جانانه
چې ستا، ستاينه دومره ډېره  دې کړم
خندا،دا ډېره موده پټه يې ته!
راځه،راځه چې رابرسېره دې کړم

جلال اباد ۱۲۹۰/۱۱/۲۴


غزل
ستا جدايي کې مې شېبه درنه وي
که خوږه شپه وي هم درنه،درنه وي

په والله ټولې بدمرغۍ به تښتي
که ستا په لاسو کې لمحه، درنه وي

پايښت هم نه لري عمل هم نشته
سپکه شي څو که دې وعده،درنه وي

په رڼا نه کيږي مينه ياره!
کيسې د شپې کو او شپه درنه وي

فرهاد يې وړلی شي شېرېنې مينې
د غره ترسره که تېشه،درنه وي

زما د اوښکو قدر هېڅوک نه کړي
خو په ګلاب شبنم دانه، درنه وي

ته د خپلواک له ژونده څه خبر يې
سترګې يې سرې وي شبګيره درنه وي

۱۳۹۰/۱۲/۲۶

غزل
ژونده تا غواړم د اشنا په غېږ کې
مرګ مې قبول دی د بيديا په غېږ کې

ځمکه نور ځای نه لري ستړې په ما
اسمانه ځای غواړمه ستا په غېږ کې

راشه زما شه، ښه په ناز دې ساتم
وعده مې ده درسره دا په غېږ کې

سپوږمۍ به هم درته حيرانه وه خو
لکه د ستوري به وې زما په غېږ کې

خير که اسمان مې کړې ليدی خو دې شم
سپوږمۍ به نه وي ستا،سبا په غېږ کې

که مې د تورتهمت سېلاب لاهو کړي
خپلواکه نه يم د بل چا په غېږ کې

۱۳۹۰/۱۰/۲۹

خالدهادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005