Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-05-21  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

لاهم څارمه ستا لارې

وايي چې شاعر كيدل يا شعر ليكل يوخاص استعداد ته اړتيا لري چې له دغه استعداد څخه د الله تعالي ځيني دوستان برخمن دي چې له هغو څخه يو هم د هيواد تكړه ليكوال ،شاعر ،او ژورنالست استاد علم ګل سحر دی . چې د ادب په ډګر كې يې هر اړخيزې هلې ځلې كړې دي او د شعر په ژبه يې تل نورو ته ډاډ ينه وركړې،دژوند ښکلا یې ورپیژندلې او د هغوی حوصله يي تل اوچته ساتلې ده .
سحر صاحب نه يوازي له هيواد سره مينه كړې بلكي د الله تعالي هر يو مخلوق ته يې په درنه سترګه كتلي دي . د هر يو څيز حقيقي حالت يې د شعر په ژبه بيان كړی دی .
(لاهم څارمه ستا لارې ) په دي ټولګه كې چې څومره شعرونه دي ټولو كي يو خاص د ميني ډك  پيغامونه پراته دي هر يو شعر يې ښكلی انځور لري او له نورو انسنانو سره مینه او دهغوی په حالت کې یې ځان شریک بللی خپلې خوښي یې دنورو په خوښي کې لټولې دي .لكه چې په يوه ځا ی كې وايي:

لرګي مې ډير اخستي
لاندي مي هم كړی دی
ځان او اولاد ته مې وړينې جامې ډيرې كړې
بخارۍ تل ګرمه وي
كه ژوند و سږ ژمی به ګر م تير شي
سږكال به يخ په مخه هم رانه شي
خو څه فايده چې د كور خواته مې يو بل انسان
له يخه ريږدي .....
په دي شعر كي له ورايه معلوميږي چي سحر صاحب څومره د خپلو خلګو په غم كي ډوب دی او تل د نورو په فكر کې دی .دی هسې په شعر کې نه وایي بلکې په عملي ژوند کې هم همداسې دی .
لكه څنګه چي رحمان بابا  او خوشحال خان خټك داسې شعرونه ليكلي دي چي هيڅ لوستونكی نه پوهيږي چې رحمان بابا په چا مين و د هر څيز په مينه كې دومره ډوب و  چې فكر كيږي رحمان با با په همد غه شي مين دي ما ته د سحر صاحب شعرونو كي هم داسي يو څه ښكاري هغي هر يو څيز ته دومر ه ښكلي رنګ او انځور وركړی دی چې ګويا هم هغه شعر كې انسان خپله هغه حالت ګوري .لكه په لاندي بیلګو كې:
ستا د ښكلا دخپلولو هيله هم نه لرم
د خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه لرم

كه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه وركوم
داسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرم
یا:
مامي له زړه سره د سترګو اختيار تاته دركړ
بيامي د چا په لوري ونه كتل
شونډو مي ستا د نامه ذكر كاوو
ما وي دي ښار كي بس يوازي ته يي
د چا مي نه اوريدل
د اوريدو حس مي تا وړي و
ما د ارمان ګلونه
ټول ستا په لارو شيندل
تا مي د زوه پر سر چاړه تيره كړه
مايي پروا ونه كړه
ځكه هغه مي او ستا ګنلو
ارمان مي تاته قرباني كړ داسي...
یا:
په زړه كې مې اوس ناست يې،جنګ له تا سره مشكل دى
دا زړه به مې هم ستا وي ،دا ځيګر به وي ستا لاس كې
يو وخت دومره مغرور شي دپاچا سلام وانخلي
خو كله شي وړوكى بس سحر به وي ستا لاس كې

په دي پورتنيو بیلګو كې دیوې بې الایشه مینې څرک لیدلای شو د سحر صاحب په ټولو شعرونو كي مينه ،ښكلا  ،حقيقت ، پروت دي اود شعر په خوږه ژبه يي بیان کړي دي .
(لاهم څارمه ستا لارې) دشعري ټولګي ټول شعرونه په زړه پوري دي په ځانګړي توګه ازاد شعرونه يي ډير خوندور دي..لله تعالي دي ورته لوي عمر وركړي زه خپلي خبرې د رحمان بابا په دي شعر رانغاړم                       
                                                    هغه زړه به له طوفانه په امان وي
                                                 چي كښتۍ غوندې د خلګو بابردار شي

سوله نيازۍ   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005