Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-06-21  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

غزل

اورمی بل سوی دکابل په زړۀ کی

زمادښایسته کابل کاکُل په زړۀ کی

وسوې پردوخپلوبچوله لاسه

جنت نشان وې تل دګُل په زړۀ کی

اُم البلادپه تاريخ  ناوې غزنه

چاکړې کباب داوربل په زړۀ کی

نری ـ نری لوګی دی ځی ترسماء

بُلبل دی وسول دسنبل په زړۀ کی

دهرچاخپل ځانته قانون وګوره

دظالم خوښ دبل وژل په زړۀ کی

لیوني دوبی ځان په اورتودوې

نشوې ودان دتذلذل په زړۀ کی

دناپوهانودتمیزله لاسه

ګرانه وطنه شوې بسمل په زړۀ کی

کورداحمداودمیرویس اومحمود

نن ئې راګیردڅوغافل په زړۀ کی

څیری ګریوان خوښ یم ستاپه غروکی

سرمي ده جارستادمنزل په زړۀ کی

دببرسرویتیمانوکوره!

(افسوس) دی لیکم دغزل په زړۀ کی

ډاکټرګل پاچا (افسوس) ګردی ځنګل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005