Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-05-30  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

دا چې نظر وړې نو چشمان څنګه کړم

تن کې بې تڼیو ګریوان څنګه کړم

 

نه په رمز پوهیږي نه په سترګو کې

ښه نو دا نادانه جانان څنګه کړم

 

لامې د حجاز جانان، جانان نه کړو

خپل به مهرویان د کنعان څنګه کړو

 

ماته پکې نیمه پیاله نه رسي

څنګه کړمه ډک ډک خمان څنګه کړم

 

لایی سود په دومره وینه نه کیږي

خدایه بې اتفاقه افغان څنګه کړم

 

څنګه پرې خواږه د وحدت وویشم

خوا کې دا ناولې شیطان څنګه کړم

 

ښه وایی ناصح ښه وایی دلاوره خو

دومره ترې زړه صبر اسان څنګه کړم

 

دلاورخان دلاور کابل

دلاورخان دلاور   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005