Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-02-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

امین الدین سعیدی

ښاغلى  امین الدین «  سعیدی »  د مولوی داکتر  محمد  سعید « سعید افغانی » زوی او د غازی مجاهد  مولوی  عبد المجید لمسی ، دلغمان ولایت د عمرزایو دقریی او د خیرآباد   دکلی  اوسیدونکی  دی . په خټه ساپی  او په کال (   ۱۹۵۸   م  )  کی   د لغمان ولایت د عمرزایو دخیر آباد په کلی کې  په یو روحانی کورنی کی دې نړۍ ته سترګې غړولې دي .
لومړنۍ زده کړې يې تردرېم ټولګې پورې  د لغمان ولایت  د حیدرخانیو  په جامع جومات کی  او پاتي  زده کړې  یی ده زیارت  په مکتب کی  پاي ته رسولې دي.
په ( ۱۳۴۹ ) کال  کې د امام ابو حنیفی ( رح )  مدرسه کی  شامل  او هلته یی   خپلې زدکړې بشپړې کړي.
دعالی زده کړی نه وروسته د کابل په مکاتبو کی  د معلم ډنده  درلودله  او وروسته  په کال ( ۱۳۶۳ ) د اطلاعاتو او کاتور وزارت ته د اسلامی  تبلیغاتو  دمرکز  مدیر  او ورسته  د هغه وزارت  د مطبو عاتو  د مرکز  د مسؤل په تو ګه وظیفه اجرا کړه .
په کال ( ۱۳۶۳ ) ددیپلوماتیک  فعالیت لپاره د وزارت  امور خارجه  ته د شرقیمانه او افریقا دوم سیاسی   څانګی ته  لاړ  او له هغه ځای نه  په کال ( ۱۳۶۴ ) د سوری عربی جمهوریت – په هیواد کی د افغانستان د سفارت د لمړی سکرتر په توګه  و ګمارل شو.  هلته ددیپلو ماتیک فعالیتونو تر څنګ  په مطبوعاتی   ساحه کی  دافغانستان د سفارت دسیاسی  بو لتین مسؤلیت هم په غاړه دی.
ښاغلی  امین الدین سعیدی   په  کال ( ۱۳۶۷ ) هجری شمسی ( ۱۹۸۷  م ) کال کی  بـــــیــــرتــــه افغا نستان را ستون شو او د افغانستان د خارجه چارو په وزارت کی ددوم سیاسی  څانګی مسؤلیت ورته ورکړل شو.  ده په دغه موده کی  ډیر مهم  او دیپلو ماتیک  سفرونه  ( عراق ، لیبیا ، کویت او سعودی  عربستان )  ته وکړل .
ښاغلی  محترم  امین الدین « سعیدی »  په کال ( ۱۹۸۹ ) م  د تریـــپولی -  لــیــبــیا کی  د افغانستان د سفارت د مستشار وزیر مختار په توګه وګمارل شو.
ده هلته یو ځل بیا ددیپلو ماتیک   فعالتونو تر  څنګ  په کلتوری  او فرهنګی برخه کی هم کار کاوه او د نورو فعالیتونه په څنګ کی یی یو خبری بو لتین هم نشر ته سپاره .
سعیدی صاحب  په کال (۱۹۹۲ م )  د آلمان فدرالی جمهوری ته سفر و کړ او هملته مهاجر شوو. ده خپلو تحصیلاتو په روانی  امراضو  کی  پیل ( 1994 م) او په کال  ( ۱۹۹۸م )  یی دغه  تحصیلات  پای ته ورسول او پس له فراغت نه  په دغه  څانګه کی په کار مشغول شو . ده پد غه موده کی دمنجمت  واداره  هم ولوستله .
سعیدی  صاحب متاهل دی  څلور  اولاده  لری  په پښتو ، دری ، عربی  او آلمانی  ژبو  کاملآ مسلط  دی. 
محترم امین الدین په آلمان او اروپا کی (۱۹۹۴  م) راهیسی د خپل  ورور  سره  محترم  داکتر  صلاح الدن «سعیدی »  سره دحق د لاری  کلتوری  ټو لنه  او دافغانستان د استراتیژیګو  مرکز آیجاد کړ .او ددغه  مرکز  مسؤلیت او مخکی وړه د پراخو کلتوری او فرهنګی کارونه په کولو ددوی په غاړه ده. .
محترم  سعیدی  دحق د لاری  فر هنګی  بولتین  تر څنګ دغه آثار  تر اوسه  پوری چاپ او خپاره  کړی .
عمده  چاپ شوي آثار :

- اسلامی تعلیمات ، کال (۱۹۹۸ م ) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- پشتو متلونه ، کال (۱۹۹۸م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- عقیده وایمان ، کال (۱۹۹۹م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- شیطان ، کال (۲۰۰۴م) ، مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- ښځه په  اسلام کی ، کال (۲۰۰۵م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- رمضان المبارک، کال (۲۰۰۶م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- لمونځ د الله پاک سره داړیکو  لاره، کال (۲۰۰۷م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- ښځه اونبوت ، کال (۲۰۰۷م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- دقدر  دشپی  مقام اومنزلت، کال (۲۰۰۷م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- نکاح  په اسلام  کی ، کال (۲۰۰۷م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- غازی مولوی عبد المجید ، کال (۲۰۰۸م ) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی
- ځان وژانه یا انتحاری عملیات په اسلام کی، کال (۲۰۰۹م) مرکز فرهنګی « دحق لاره » جرمنی

پته او بریښنالیک :
Mailing Address In Germany: Mr. A. Saidi - Im Vogelsang 38, 50321 – Bruhl, Germany,
 E- mail: saidafgani@hotmail.com

خالد هادي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005